د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۵۰

صربيا ٧ کسان له افراطي ډلو سره د همکارۍ له کبله په بند محکوم کړل


د صربيا يوې محکمې اووه کسان د داعش او النصره جبهې افراطي ډلو ته د پيسو لېږلو په تور په اوږدمهاله بند محکوم کړل.

پر دغو کسانو په سوريه کې له جنګياليو سره د يوځاى کېدو لپاره د نورو کسانو د ګمارنې تور هم لګول شوى دى.

د بلګراد عالي محکمې نن اوو مسلمانانو ته له اووه نيمو څخه تر ١١ کلونو پورې د بند سزا واوروله.

له دې ډلې درې کسان لا هم په تېښته دي او په غياب کې محاکمه شوي دي.

راپورونه وايي يو تن په سوريه کې وژل شوى، خو دا خبر لا هم تأييد شوى نه‌دى.

محکوم شوي کسان کولاى شي د استېناف غوښتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG