خبرونه
د هلمند د سولې د پرلت په ملاتړ په هرات کې تحصن پيل شو
په هرات ولايت کې فعالانو د هلمند د پرلت يا تحصن کوونکو په ملاتړ د ولايت مخې ته د تحصن خیمه ودروله.
په هرات کې د روان تحصن يوه برخهوال او د افغانستان په لوېديځ کې د مدني بنسټونو د شبکې يوه مسؤل، سيد اشرف سادات د نورو ولايتونو له اوسېدونکو هم غوښتنه وکړه چې په هلمند کې د سولې د روان پرلت د برخهوالو لار تعقيب کړي.
ښاغلی سادات زیاتوي:
"افغانانو تصميم نيولى چې د سولې پر لوري حرکت وکړي او د سولې لپاره خپل اواز اوچت کړي. هم دې دولت او هم د دولت وسلهوال مخالفان د خلکو غوښتنې ومني. خلک له جنګ څخه ستړي شوي دي. هيلهمند يو هره ورځ د هلمند د خلکو د سولې له کاروان سره نور کسان هم ملګري شي."
په هلمند ولايت کې فعالانو وروسته له هغې د سولې پرلت يا تحصن پيل کړ چې شااوخوا دوه اوونۍ مخکې په لښکرګاه کې يوه ځانمرګي بريد لسګونه ملکيانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د هلمند د سولې د پرلت په ملاتړ په نورو ولايتونو کې هم د ملاتړ غونډې شوې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کرکټ نولس کلنې لوبډلې د مالیزیا لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ نولس کلنې لوبډلې د اسیا جام په دویمه لوبه کې مالیزیا ته د لسو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې مالیزیا لومړی توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې یوازې ۴۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې۴۳ منډې هدف وټاکه.
افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف په دریم اور کې د کوم لوبغاړي له سوځیدو پرته پوره کړ.
بل پلو، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې او زیمبابوي ترمنځ په روانه ټسټ لوبه د ملي لوبډلې دوه توپ اچوونکو صدیق الله اتل او رحمان الله سلیزې وهلي دي.
دا ټسټ لوبه د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۴مه پیل شوې چې د لړم تر ۱۹مې به دوام وکړي.
سټفین میلر د سپینې ماڼې د ویاند په توګه مقرر شو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سټفین میلر د سپینې ماڼې د ویاند په توګه دنده وګوماره.
تمه ده ۴۱کلن میلر د سوزي وایلز په ځای د دوشنبې په ورځ خپل کار پیل کړي.
ټرمپ پر خپلې ټروټ سوشل پاڼه میلر یو وفادار کس یاد کړی دی.
امریکا د ایران د اټومي پروګرام د معلوماتو پر سر ۲۰میلیونه ډالره جایزه اعلان کړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د "عدالت لپاره د جایزې" پروګرام د ایران د اټومي وسلو په اړه د معلوماتو په بدل کې تر۲۰میلیونو ډالرو جایزه اعلان کړې ده.
دې پروګرام پر خپلې ایکس شبکې او ویب پاڼې پرون جمعه په فارسي او انګلیسي ژبو د ایران د اټومي پروګرام، د ځای، کارکوونکو، ساینس پوهانونو، تخصصي او تخنیکي برخو او د دغه پروګرام اړونده د نورو جزییاتو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده.
بل پلو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپلې ټروټ سوشل پاڼې لیکلي چې که ایران اټومي وسلې ترلاسه کړی وای، اوس به نه اسراییل و او نه به منځنۍ ختیځ.
دا ایران د اټومي پروګرام پر سر د جایزې اعلان وروسته له هغه دی چې د راپورونو له مخې ایران هوکړه چې د قطر په منځګړیتوب له امریکا سره د سولې مذاکرات مخته یوسي.
د ملګرو ملتونو یو چارواکی: داعش وسله والې ډلې بېپیلوټه الوتکې او تاکتیکي تجهیزات ترلاسه کړي
د ملګروملتونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د سرمنشي مرستیال الکساندر زویف ویلي چې د داعش ډلې خراسان څانګې د بې پیلوټه الوتکو په ګډون عصري تاکتیکي تجهیزات ترلاسه کړي دي.
زویف دا څرګندونې پرون جمعه د (سبټمبر ۶مه) د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای پلس په یوې امنیتي ناسته کې کړي دي.
هغه وړاندې ویلي چې د داعش ډلې غړو د دغو وسیلو د عملي کارونې روزنې هم بشپړې کړي دي.
د زویف په ټکو چې انټرنیټ او انلاین اړیکو په مجازي فضا کې د ترهګرو ډلو د جلب او جذب له کبله منځنۍ اسیا د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې زیان منونکې کړې ده.
په همدې ناسته کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې مشر عبدالحق وثیق ویلي چې داعش وسله واله ډله د اړیکو ټینګولو، مالي تمویل او تبلیغاتو لپاره د ټیلګرام او ټیک ټاک ټولنیزې شبکې څخه کار اخلي.
د هغه په ټکو، "د مصنوعي ځیرکتیا په اوسني وخت کې داعش د ټولې نړۍ لپاره یو ګواښ دی ".
وثیق وړاندې وویل چې طالبان د دغه "نړیوال دښمن "د تخنیکي امکاناتو د له منځه وړلو په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دی.
وثیق د دغو محدودیتونو په اړه جزییات ور نه کړل، خو د ټکنالوژۍ له شرکتونو یې وغوښتل چې د داعش پر وړاندې مبارزه کې د طالبانو له حکومت سره همکاري وکړي.
د طالبانو حکومت د خپلې واکمنۍ په تیرو څه باندې پنځو کلونو کې په ځلونو ادعا کړې چې په افغانستان کې یې داعش وسله واله ډله په کلکه ځپلې ده.
د شانګهای پلس په دې ناسته کې د ۲۴هېوادونو او پنځو نړیوالو سازمانونو۳۳ پلاوو ګډون کړی و.
د ناستې اجنډا د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا پراختیا او ترهګرۍ او امنیتي ګواښونه و.
ملګري ملتونه: افغانستان لا هم د خپلې اړتیا ۸۰ سلنه برېښنا له بهره واردوي
ملګري ملتونه وايي افغانستان په داسې حال کې چې د لمریزې برېښنا پراخ ظرفیت لري بیا هم د خپلې اړتیا وړ ۸۰ سلنه برېښنا له بهره واردوي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ادارې (یو اېن ډي پي) دا خبره د افغانستان د «انرژۍ د اوونۍ» د غونډې په درشل کې پر خپله اېکسپاڼه کړې ده.
د ملګرو ملتونو دغه اداره زیاتوي چې افغانستان هر کال د برېښنا د رانیولو لپاره څه د پاسه ۲۸۰ میلیونه ډالر لګوي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، پیاوړی شراکت به په ټول افغانستان کې پاکې او د اعتماد وړ انرژۍ ته د لاسرسي د پراختیا کیلي وي.
د نومبر په نهمه او ۱۰مه «د افغانستان د انرژۍ د اوونۍ» تر عنوان لاندې دوه ورځنی مناسبت چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام لهخوا دایرېږي، پر همکارۍ، مشارکتونو او د انرژۍ پر وارداتو د شدیدې اتکا د ستونزې پر حل تمرکز کوي.
اسلاماباد افغانستان ته د افغان کډوالو د لېږلو په اړه د امریکا وړاندیز ارزوي
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت تأیید کړه چې اسلاماباد د امریکا د حکومت هغه وړاندیز ارزوي چې له مخې یې افغان وګړي له امریکا څخه د پاکستان له لارې ایستل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې یوې امریکایي فدرالي محکمې په روانه اوونۍ کې افغانستان ته د لسګونو افغانانو د لېږلو پلان وځنډاوه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سجاد حیدر خان، د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې "دا موضوع اوسمهال تر ارزونې لاندې ده او ټول اړوند اړخونهیې له ښکېلو خواوو سره په سلا مشوره په دقت څېړل کېږي".
د امریکا یوې فدرالي محکمې د سېشنبې په ورځ له امریکا څخه د څه د پاسه ۱۵۰ افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډاوه.
د کډوالو د حقونو مدافع ډلو ویلي چې د دغه اقدام له امله د یادو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کېدای شو.
امریکایي رسنیو تېره اوونۍ راپور ورکړ چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ لهخوا د کډوالۍ د محدودیتونو د تازه اقداماتو په لړ کې به په امریکا کې مېشت دغه افغانان د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.
د طالبانو حکومت د دغو راپورونو په غبرګون کې جدي اندېښنه څرګنده کړې او پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي له درېېمو هېوادونو هم غوښتي چې د لنډمهالو امتیازاتو لپاره د نورو هېوادونو د اتباعو پر برخلیک معامله ونهکړي.
امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان (افغانایوک) ویلي چې په دې ډله کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې په ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو له ستنېدو مخکې یې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره مرسته کړې ده.
د سیمهییز کړکېچ د پای ته رسولو په اړه د قطر د امیر او ډونالد ټرمپ خبرې
قطر وايي، د دغه هېواد امیر، شیخ تمیم بن حمد ال ثاني، د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د قطر د منځګړیتوب پر هڅو خبرې کړې دي چې موخهیې د سیمې د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره یوې «هر اړخیزې هوکړې» ته رسېدل دي.
د قطر د امیر دیوان په هغه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ «د لړم/ عقرب په ۱۵مه» خپره شوې، ویل شوي چې شیخ تمیم بن حمد ال ثاني په دې خبرو کې «د مذاکراتو پر دوام، د اختلافاتو په حل او د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د ډیپلوماتیکو لارو چارو پر کارولو» ټینګار کړی دی.
دا ټیلیفوني خبرې په داسې حال کې شوې دي چې قطر د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکوي، څو د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته لاره هواره شي.
یوه لوړپوړي ایراني چارواکي د پنجشنبې په ورځ روېټرز خبري اژانس ته ویلي، ایران د قطر له لارې واشنګټن ته د خپل اټمي پروګرام په اړه یو وړاندیز سپارلی دی.
د دغه چارواکي په وینا، امریکا دا وړاندیز ارزوي، خو د خبرو اترو پیل په دې پورې تړلی چې واشنګټن لومړی د تهران اووه غوښتنې ومني.
په دغو غوښتنو کې د بندیزونو لغوه کول، کنګل شویو شتمنیو ته لاسرسی، په ټولو جبهو کې د جګړې پای ته رسول او د جګړې د زیانونو جبران شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن ټینګار کوي چې د اټمي پروګرام موضوع باید په لومړنیو مذاکراتو کې شامله وي.
ټسټ لوبې؛ افغان کرکټ ټيم له زېمبابوې ۳۹۱ منډې وروسته پاتې دی
د افغانستان کرکټ ملي ټیم د جمعې په ورځ د زېمبابوې په وړاندې په شارجه کې د ټسټ لوبې په دوهمه ورځ په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره په ۳۵ اورونو کې ۱۱۳ مڼدې وکړې او له سیالې ډلې څخه د ۳۹۱ منډو په توپیر شا ته پاتې دی.
زېمبابوې په دغې ټسټ لوبه کې چې د پنجشنبې په ورځ د «لړم/ عقرب په ۱۴مه» پیل شوې او د لړم تر ۱۹مې دوام کوي ، خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۵۰۴ منډې کړې دي.
د زیمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټسټ لوبه کې افغانستان توپوهنه پیل کړې ده
د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د کرکټ د لومړۍ ټسټ لوبې په دویمه ورځ، زیمبابوې خپله لومړۍ پاڼۍ په ۵۰۴ منډو پای ته ورسوله.
افغانستان د خپلې لومړۍ پاڼۍ په ۳۵ اور کې تراوسه د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۱۳ منډې جوړې کړې دي.
زیمبابوې د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپوهنې پرېکړه کړې وه.
دا پنځه ورځنۍ ټسټ لوبه به چې د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۴مه د متحده عربي اماراتو په شارجه کې پیل شوې، د لړم تر۱۹ پورې دوام وکړي.
فرانسه: له طالبانو سره تخنیکي خبرې د هغوی د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه له طالبانو سره د تخنیکي خبرو له پیل سره سره، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو کوم پلان نه لري.
د فرانسپرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د دغه وزارت ویاند پاسکال کنفاورو د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۴ دا هم رد کړه چې ګواکې د طالبانو استازي په اوس وخت کې په پاریس کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې حضور لري.
تر دې مخکې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز له طالبانو سره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې تایید کړې وې.
د طالبانو حکومت په دې اړه تازه څرګندونې ندي کړې خو له دې مخکې یې یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته یوازې دومره ویلي چې اروپایي هیوادونه د افغان کډوالو د جبري ستنولو په اړه له طالبانو سره په تماس کې دي.
په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بېنېټ په ګډون د ملګروملتونو کارپوهانو افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د جبري ستنولو د احتمالي پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.