افغانستان
هلمندي پرلتوال: د غوښتنو تر منلو مو غذایي اعتصاب دوام مومي
په هلمند ولايت کې د پيل شوي پرلت يا تحصن برخه وال وايي، تر هغو چې افغان حکومت او وسله وال طالبان يې غوښتنې ونه مني، خپل پرلت به پاى ته ونه رسوي.
د دغه پرلت برخه والو ويلي، له پرونه يې د نه خوړلو اعتصاب ځکه پيل کړ چې تر اوسه يې د اوربند غوښتنې ته نه حکومت او نه وسله والو طالبانو مثبت ځواب ويلى دى.
دغه فعالان غوښتنه لري چې افغان حکومت دې اوربند وکړي او وسله وال طالبان دې د سولې خبرو ته حاضر شي.
د دغه تحصن د ښځو د برخې مسؤلې حسینې احساس ازادي راډيو ته وويل:
"تر هغو چې دولت او مخالفان مو غوښتنې ونه مني، خپل غذايي اعتصاب ته ادامه ورکوو."
دغه حرکت وروسته له هغې پيل شو چې د تېرې جمعې په ماښام د لښکرګاه ښار په لومړۍ حوزه کې ځانمرګى بريد وشو.
په هغه بريد کې ١٦ ملکيان ووژل شول او تر ٥٠ زيات نور په کې ټپيان شول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ملګري ملتونه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو له امله په یوشمیرولایتونو کې سلګونو زره کسان بې ځایه شوي دي
ملګري ملتونه وایي، د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو راهیسې، د خوست، کونړ، ننګرهار، نورستان، پکتیا او پکتیکا ولایتونو څخه په سلګونو زره کسان بېځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د دواړو لورو ترمنځ نښتو بنسټیزو خدماتو ته د خلکو د لاسرسي پر وضعیت هم اغېز کړی دی.
له جګړو او نښتو اغیزمن شویو یوشمیر افغانانوهم له رادیو ازادي سره په خبرو کې د دغو شخړو د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د «غضب الحق» پوځي عملیات به په افغانستان کې په «پوره قاطعیت» سره دوام وکړي. د طالبانو د حکومت چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې د پاکستان بریدونو ته به متقابل ځواب ورکړي.
په کابل کې وسله والو بریدګرو څلور کسان وژلي دي
په کابل ښار کې د پخوانۍ ولسي جرګې د غړي الله ګل مجاهد د زوی احسان الله په شمول څلور کسان په یوه وسله وال برید کې وژل شوي.
په کابل د طالبانو امنیتي چارواکو رسنیو ته تایید کړې چې دا پېښه د یکشنبې په ماسپيښین شهزاده سرای ته نږدې د زرګرانو په بازار کې شوې.
په وژل شویو کې د الله ګل مجاهد زوی احسان الله، د هغه یو ساتونکی، یوه عامه ښځه او یو عام سړی وژل شوي.
د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې دوی پلټنې پیل کړي او سمدستي یې د الله ګل مجاهد د یوه وراره په شمول دوه کسان د دې پېښې په تړاو نیولي.
الله ګل مجاهد د پخوانۍ ولسي جرګې غړی له لانجمنو څېرو څخه دی چې د طالبانو په بیا واکمنېدو نیول شوی وو.
دی تر څه وخت وروسته خوشې او له افغانستانه ووت.
خو په بیا راتلو سره د ۱۴۰۲ کال په سرطان/چنګاښ کې ونیول نیول شو او د طالبانو یوې محکمې د طالبانو د استخباراتو د یوه غړي د وژنې په تور په اتلس کاله بند محکوم کړ.
طالبانو په بلوچستان کې په اورګاډي برید غندلی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې په عامه سفر کوونکو وروستۍ چاودنه چې له امله یې ګڼ ملکیان مړه او ټپیان شوي غندي او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.
د بلوچستان په کوټه کې په یوه اورګاډي بمي چاودنې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان کړل.
په دغه اورګاډي کې د پاکستان امنیتي ځواکونه او د هغوی د کورنۍ غړي ناست وو.
د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې په کویټه کې د خونړۍ بم چاودنې مسولیت ومانه.
د پاکستان صدراعظم نوازشریف دا بمي برید غندلی او بزدلانه یې بللی دی.
چین افغانستان ته یوشمیر صادرات محدودوي
د چین سوداګرۍ وزارت د شنبې( د مې ۲۳ مه) وویل چې افغانستان ته به د یوشمیر کیمیاوي موادو د صادراتو په برخه کې محدودیتونه وضع کړي.
د دې محدودیت علت دا یاد شوی دی چې له دغو موادو څخه د مخدره توکو په تولید کې استفاده کیږي.
دا د کلورایډ امونیم او کلورایډ پلادیم په شمول یو څلویښت ډوله مواد دي چې پیکنګ د افغانستان ترڅنګ میانمار او څو نورو هیوادونو ته د هغوی صادرات محدود کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي چې د دغو کیمیاوي موادو له ځینو ډولونو د افغانستان په فابریکو کې استفاده کیږي نو پکار ده چې له چینایي لورې سره خبرې وشي چې دا ستونزه هواره شي.
د تکواندو په اسیایي اتلولۍ کې دوه افغان لوبغاړي د میډالونو د ترلاسه کولو په تکل
د افغانستان د تکواندو لوبډلې دوه لوبغاړي حکمت الله زین او اشرف شکران یکشنبه( د مې ۲۴ مه) د اسیایي اتلولۍ په ترڅ کې له خپلو سیالانو سره مسابقه کوي.
د تکواندو اسیایي سیالۍ د منګولیا په پلازمېنې اولنباتور کې د اسیا د درې څلویښت هیوادو د لوبغاړو ترمنځ تر دوشنبې پورې روانې دي. په دې سیالیو کې د افغانستان ۶ لوبغاړو برخه اخیستې ده.
بل لور ته د ازبکستان په کوربتوب د مارشل ارت په رزمي لوبو کې د سمیع الله په نوم یوه افغان لوبغاړي خپل منګولیایي سیال ته ماتې ورکړه او د پنځه شپیته کیلوګرام وزن په ګټګوري کې پایلوبې ته ورسید. له دې سره د سمیع اله د سپينو زرو میډال حتمي شو او اوس به د سروزو د میډال د ترلاسه کولو لپاره لوبه کوي.
ملالې یوسفزۍ افغان نجونو ته میډال ډالۍ کړ
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د زده کړو په برخه کې نوی ترلاسه کړی میډال، افغان نجونو ته ډالۍ کړ.
د ( هي فیستوال) له لورې د پنجشنبې په ورځ ملالې یوسفزۍ ته دا جایزه د نجونو د تعلیم په برخه کې د دې د هڅو په خاطر ورکړل شوه.
د ( هې ) په نوم ادبي – کلتوري نړیوال فیستیوال له نولس سوه اته اتیایم کال راهیسې د نړۍ په یوشمیر هیوادنو کې د لیکوالانو، خبریالانو، ساینسپوهانو او هنرمندانو له لورې جوړیږي.
په افغانستان کې له تیرو نژدې پنځو کلونو راهیسې له شپږ ټولګي ورپورته د نجونو پر زده کړو طالبانو بندیز لګولی دی. ملالې یوسفزۍ د افغان نجونو د حقونو لپاره په ځانګړې ډول د زده کړو په برخه کې وخت په وخت غږ اوچت کړی دی.
۱۹ افغان ماشومان په جرمني کې له تداوۍ وروسته کابل ته ستانه شول
افغاني سره میاشت ټولنه، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، وايي چې ۱۹ هغه ماشومان چې سخت سوځېدلي وو او د هډوکو عفونت یې درلود، په جرمني کې له درملنې وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، دا ماشومان د جرمني د «سولې کلي» خیریه بنسټ له لوري تداوي شوي دي.
د راپور له مخې، دا ماشومان د افغاني سره میاشت ټولنې او د جرمني د سولې کلي د خیریه بنسټ ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ جرمني ته د درملنې لپاره لېږدول شوي وو.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ویاندې د افغانانو پر ستنولو انتقاد وکړ
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ویاندې خپل هیواد ته د افغانانو پر جبري ستنولو انتقاد وکړ، ویې ویل چې ایستل شوي کسان د ځورونې، ناوړه چلند او د بشري حقونو د نورو سرغړونو له جدي خطر سره مخامخ دي.
شبیا مانټو پرون (جمعه) یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې افغان ښځې، سړي او ماشومان له هغو هېوادونو څخه، چې هلته یې د خوندیتوب غوښتنه کړې وه، د خپلې خوښې خلاف بېرته افغانستان ته استول کېږي.
د ملګروملتو د بشري حقونو ویاندې زیاته کړه، د خپلې خوښې خلاف افغانستان ته د افغانانو ستنول هغوی ته جدي خطر پېښولی شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې، د روان کال له پیله تراوسه پورې۲۷۰ زره افغانان افغانستان ته ایستل شوي دي، چې ډېری یې له ایران او پاکستان څخه دي. همداراز، لږ شمېر کسان له ترکیې او تاجکستان څخه هم بېرته ستانه کړل شوي دي.
هند وايي، افغانستان ته یې ۲۰ ټنه ضروري طبي مواد استولي
د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ماشومانو د واکسیناسیون د پروګرام د پیاوړتیا لپاره یې ۲۰ ټنه ضروري طبي مواد، چې په بېلابېلو واکسینونو پورې اړوند دي، کابل ته لېږلي دي.
د دغه وزارت ویاند رندر جیسوال پرون (جمعه) وویل افغانستان ته استول شوي مواد د BCG، تیتانوس او ډیفتریا له واکسینونو سره تړاو لري او هیواد یې غواړي چې په راتلونکي کې نور طبي وسایل هم کابل ته واستوي.
ده زیاته کړې، هند دا اندازه طبي تجهیزات او د واکسیناسیون لازم مواد د افغانستان د ماشومانو د ملي معافیت د پروګرام د ملاتړ لپاره لېږلي دي.
ده دا اقدام د افغانستان د روغتیايي سکتور د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.
د نوموړي په وینا، په دې محموله کې د BCG، تیتانوس او ډیفتریا واکسینونو د چمتو کولو لپاره ځانګړي وچ مواد شامل دي، چې د ماشومانو د روغتیا او د هغوی د بدن د معافیت د کچې د لوړولو لپاره مهم ګڼل کېږي.
هند تر دې وړاندې هم افغانستان ته په ځلونو واکسینونه او نور طبي وسایل لېږلي دي.
د اذربایجان د ولسمشر سلاکار وايي، هیواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري پراخوي
د اذربایجان د ولسمشر سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د بهرنیو اړیکو د چارو مشر حکمت حاجییف ویلي، اذربایجان او افغانستان اوږدې تاریخي، فرهنګي او دودیزې اړیکې لري او دواړه هېوادونه غواړي په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
د اذري رسنیو د راپور له مخې، حاجییف پرون جمعه (د مې په ۲۲مه) په باکو کې د نړیوال ښاري فورم ترڅنګ خبریالانو ته وویل، د اذربایجان دیپلوماتیکه استازولي په کابل کې لا هم د سفیر په کچه فعاله ده.
هغه زیاته کړه: «زموږ د هېوادونو او ولسونو ترمنځ تاریخي، فرهنګي او دودیزې اړیکې موجودې دي.»
نوموړي کابل ته د اذربایجان د صدراعظم د مرستیال سفر د تېر کال سفر ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، په هغه سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر فرصتونو خبرې شوې وې.
حاجییف وویل، اذربایجان له افغانستان سره د همکاریو لپاره ډېر فرصتونه ویني، په ځانګړي ډول د خلکو ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه بولي.
هغه همداراز یادونه وکړه چې اوس مهال یو شمېر افغان محصلان په اذربایجان کې زدهکړې کوي او د زدهکړو برخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو همکاریو لپاره له مهمو ظرفیتونو وبلله.