د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

په افغانستان کې د فساد ستونزې


  • ګلوبلیسټ

له واشنګټن «DC» خپرېدونکې ګلوبلیسټ «The Globalist» انلاین خپرونې په خپله یوه وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د فساد ستونزې ته کتنه کړې او په یوه تحلیلي مطلب کې یې لیکلي چې فساد او د قانون د حاکمیت نشتوالی د افغانستان د کړکېچ له اساسي علتونو څخه دي.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو د اهدافو د تخریب لپاره د پاکستان هڅې نتیجه ورکوي او ځکه په پلازمېنه کابل کې وضعیت د تېرو څو کلونو په پرتله خراب شوی دی.

ګلوبلیسټ لیکي چې د عامه شتمنیو غلا د افغانستان د اقتصاد د رغونې هڅې زیانمنې کړي او د لوېدیځو هېوادونو اقتصادي او مالي مرستو په حقیقت کې فساد زیات کړی دی.

ورځپاڼه لیکي:

ولسمشر اشرف غني د فساد د له‎منځه وړلو په برخه کې خورا زیاتې هڅې وکړې، خو بریالی نه‎شو.

ورځپاڼه زیاتوي چې لوېدیځو هېوادونو د حکومت په مالي چارو کې د شفافیت لپاره د افغانستان له حکومت سره مالي مرستې وکړې، خو د دې هڅو د بریا چانس خورا زیات کم دی.

ګلوبلیسټ ورځپاڼه په افغانستان کې د فساد پر موضوع په دې وروستیو کې د چاپ شویو کتابونو تبصرو ته اشاره کوي.

خپرونه په افغانستان کې د فساد په اړه د امریکايي لیکوال سټېف کول «Steve Coll» د اېس ریاست «Directorate S»، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبریالې کارلوتا ګال «Carlotta Gall» د غلط دښمن «The Wrong Enemy»، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د فساد پر مواردو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خبریال جوشوا پارتلو «Joshua Partlow» د خپل واک سلطنت او د سارا چېس «Sarah Chayes» د دولتي غلو «Thieves of State» د کتابونو یادونه کوي او په پای کې لیکي چې اوس‌مهال د متحده ایالاتو د عامه اړیکو په پالېسۍ کې د ګډوډۍ حالت راغلی، د ولسمشر ډونالد ټرمپ فکر په نورو مسایلو بوخت دی او په کانګرس کې هم ورته حالت روان دی، خو ګلوبلیسټ ورځپاڼه د مطلب په پای کې لیکي چې د سنا په یوه استماعیه غونډه کې د نړۍ د لویو ګواښونو په ډله کې د افغانستان د فساد یادونه هم وشوه.

  • سټارز اېنډ سټرایپس

بلې امریکایۍ ورځپاڼې سټارز اېنډ سټرایپس «Stars and Stripes» په امریکا کې د موټر په وسیله پر یوه افغان د برید په اړه یو مطلب خپور کړی.

محمد فواد محمدي چې وايي، د مارچ په شپږمه په اورېګن ښار کې یو سړي عمداً په موټر وواهه اوس په روغتون کې دی او یوه پښه‌یې هم له زنګانه ښکته پرې شوې ده.

سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼه چې د امریکا د پوځ اړونده خپرونه ده لیکي:

محمدي چې له امریکايي پوځیانو سره د ترجمان په توګه کار کاوه، د افغانستان له جګړې ژوندی ووت، خو په امریکا کې د موټر په وسیله وژونکې حمله پرې وشوه.

د نوموړي په وینا یوه سړي هغه مهال چې دی له خپلې مېرمنې او ماشوم زوی سره وو، په موټر وواهه او وروسته‌یې د دوهم ځل لپاره خپل موټر ته پر ده د برید په نیت حرکت ورکړ.

پولیسو پر محمدي د حملې په تور د پېرې جورج نیکولو پولُس «Perry George Nicolopoulos» په نوم یو مشکوک سړی نیولی او محکمې هغه د عمدي قتل په ګډون په ۱۶ مواردو تورن کړی.

ورځپاڼه لیکي، پولیس چارواکي تأییدوي چې نیکولو پولُس د نشې په حال کې موټر چلاوه مګر وايي، داسې شواهد یې نه‌دي موندلي چې د هغه له‌خوا پر محمدي د کرکې حمله ثابته کړي، خو سټارز اېنډ سټرایپس له مسلمانانو سره د توپیري چلند او د کرکې پر بنسټ د حملو د یوې مخالفې ټولنې د څارونکو له قوله لیکي چې وايي، د دې قضیې په اړه باید دقیقې څېړنې وشي.

XS
SM
MD
LG