د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۷

نړۍ

انګلا مېرکل د څلورمې دورې لپاره د صدراعظمې په توګه وټاکل شوه

د جرمني پارلمان نن انګلا مېرکل د څلورمې دورې لپاره د دې هېواد د صدراعظمې په توګه وټاکله.

د پارلمان د استازو جرګې مېرکل ته رأیه ورکړه او تمه ده چې هغه به نن په برلین کې د ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر په دفتر کې لوړه وکړي.

د پارلمان په نننۍ پرېکړې سره د اروپا د ستر اقتصاد لرونکي جرمني د څو میاشتو سیاسي لانجه پای ته ورسېده.

د جرمني چپ لاسی سوسیال ډموکرات ګوند له انګلا مېرکل سره په ائتلاف کې شامل دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ټرمپ: ایران به غني شوي یورانیم وروسپاري

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، سل په سلو کې ډاډه دی چې ایران به د یورانیمو غني کیدل ودروي او زیرمه شوي یورانیم به امریکا ته وسپاري.

ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې ایرانیانو ژمنه کړې ده چې نور به یورانیم نه غني کوي او غني شوي یورانیم به موږ ته سپاري. ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې بیړه پکار نه ده، موږ ایران محاصره کړی دی هغوی ته به هیڅ پیسې پاتې نه شي او موږ نه شو کولی چې دوی پریږدو چې اټومي وسلې جوړې کړي او له هغوی څخه استفاده وکړي.

ټرمپ د دوشنبې په شپه هم ویلي و چې د ایران پر اسلامي جمهوریت به تر هغو فشار روان وي چې یوه توافق ته رسیږي.

د بریکس د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه په نوي ډیلي کې

په برازیل کې د بریکس هیوادو سرمشریزه-۲۰۲۵- ارشیف
په برازیل کې د بریکس هیوادو سرمشریزه-۲۰۲۵- ارشیف

ټاکل شوې ده چې پنجشنبه( د مې ۱۴ مه) په هند کې د بریکس هیوادو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پرانیستل شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت رویټرز اژانس ته ویلي دي چې دا دوه ورځنۍ کلنۍ غونډه به په پلازمېنې نوي ډيلي کې وي.

د بریکس سازمان په ۲۰۰۹ کال کې د برازیل، روسیې، هند، چین او جنوبي افریقا له لورې تاسیس شو او بیا ایران، مصر، ایتوپيا، اندونیزیا، او متحده عربي امارات ورسره یوځای شول.

هند سږکال د بریکس سازمان مهالنۍ مشري کوي.

د خیبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې چادونې نهه کسان وژلي دي

په لکي مروت کې هغه مارکیټ چې چادونه په کې نن سه شنبې شوي ده
په لکي مروت کې هغه مارکیټ چې چادونه په کې نن سه شنبې شوي ده

په خیبرپښتونخوا کې په یوه ګڼه ګوڼي مارکیټ کې نن سې په یوه چاودنه کې نهه کسان وژل شوي او لسګونو نور ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه د لکي مروت د سیمې په نورنګ بازارکې شوې ده.

د رویترز د راپورله مخې د پېښې له ځایه خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې دوکانونه زیانمن شوي او یو موټر سخت ویجاړ شوی دی.

دا برید وروسته له هغې شوی چې د شنبې په ورځ د بنو ولسوالۍ د پولیسو پریوې پوستې د موټر بم او ورپسې ډزو په نتیجه کې ۱۵ پولیس ووژل شول.

د هغې حملې مسولیت د اتحاد المجاهدین په نوم ډلې اخیستی خو د ننۍ پیښې مسولیت تراوسه چا یا کومې ډلې ندی اخیستی.

اسلام اباد ومنله چې هغه هیواد ته ورغلي یوشمیر ایرانۍ الوتکې همغلته پاتې دي

پاکستان هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې ایران ته یې د اسلام‌اباد نورخان هوايي اډه کې د پوځي الوتکو د ځای پر ځای کولو اجازه ورکړې ده.

امریکایي سي‌ بي‌ا ېس شبکې راپور ورکړی و چې ایران د اوربند له اعلان وروسته خپلې څو پوځي الوتکې په دغه اډه کې ځای پر ځای کړې دي.

خو پاکستان په یوه رسمي اعلامیه کې دا راپورونه "تیرایستونکي" بللي او ویلي یې دي چې ایراني الوتکې د ایران او امریکا د خبرو اترو د لومړي پړاو وروسته د ډیپلوماټیکو، امنیتي او اداري ټیمونو د لېږد لپاره پاکستان ته داخلې شوې وې.

اسلام ‌اباد زیاته کړې چې ځینې الوتکې او ملاتړ کوونکي پرسونل په موقتي ډول په پاکستان کې پاتې شوي، څو د راتلونکو احتمالي خبرو لپاره چمتو وي.

ټرمپ: ایران سره اوربند د نړیدو په حال کې دی

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ ایران سره اوربند د "نړیدو په حال کې" وباله او زیاته کړه چې په هرمز تنګي کې د "تلپاتې ازادي" ترعنوان لاندې عملیاتو په بیا پیل ځکه غور کوي چې غواړي په جګړه کې بشپړه بریا ترلاسه کړي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل هغه اوربند چې د اپریل په اتمه رامینځ ته شو اوس "دومره کمزوری شوی چې باور یې نه شي کیدای."

ټرمپ وروسته فاکس نیوزته وویل د تلپاتې ازادي عملیاتو په تمدید غور کوي خو تراوسه یې نهايي پریکړه نه ده کړې.

یاد عملیات چې د مې په ۶ مه پيل شول له دوه ورځو کمه موده کې ودرول شول.

ټرمپ وویل : "مونږ به بشپړه بریا ترلاسه کړو. "

اروپايي اتحادیې د پوتین وروستی وړاندیز رد کړ

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ ستره استازې ، کایا کالاس
د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ ستره استازې ، کایا کالاس

اروپايي اتحادیې د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین وروستی وړاندېز چې د جرمني پخوانی صدراعظم ګیرهارد شرویدر یې دروسیې او اوکراین په لانجه کې غوره منځګړی وباله، رد کړ.

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو مشرې کایا کالاس د دوشنبې په ورځ بروکسل د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته وویل:
"که موږ روسیې ته دا حق ورکړو چې زموږ له خوا مذاکره کوونکی وټاکي، نو دا به هېڅ عاقلانه کار نه وي."

هغې زیاته کړه:
"ګېرهارډ شروېدر د روسیې د دولتي شرکتونو لوړپوړی لابي کوونکی پاتې شوی دی. نو څرګنده ده چې ولې پوتین غواړي هغه د مذاکره کوونکي په توګه وټاکل شي، ځکه په حقیقت کې به هغه د مېز په دواړو خواوو کې ناست وي."

پوتین د شنبې په ورځ، کله چې ترې وپوښتل شول چې له اروپا سره د خبرو د بیا پیل لپاره څوک مناسب بولي، وویل چې دی "په شخصي ډول" شروېدر غوره ګڼي.

دفرانسې د خبري اژانس درپوټ په اساس، ۸۲ کلن ګیرهارد شرویدر له کرملین سره نږدې اړیکې ساتلي دي، او د اوکراین پر ضد د روسیې د یرغل راهیسې یې د ډېرو لوېدیځو مشرانو خلاف دریځ غوره کړی، او هېڅکله یې دغه یرغل په څرګندو ټکو نه دی غندلی.

تهران: له امریکا موږ هیڅ ډول امتیازات ندي غوښتي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، د امریکا وړاندیز ته په ځواب کې یې په سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو او په بهرکې د دې هیواد د کنګل شوې شتمنۍ د ازاديدوغوښتنه کړې ده.

د دې وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ په تهران کې په خبري کنفرانس کې وویل: "موږ هېڅ ډول امتیازات نه دي غوښتي. یوازینی شی چې موږ یې غوښتنه کړې د ایران قانوني حقوق وو."

هغه زیاته کړه، "د ایران په غوښتنو کې په سیمه کې د جګړې پای ته رسول، د امریکا د سمندري محاصرې ختمول او د ایرانیانود شتمنیو ازادیدل چې کلونه کلونه په ناحقه په بهرنیو بانکونو کې بند پاتې دي، شامل وو."

د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې د جګړې د پای ته رسولولپاره د امریکا وړاندیز ته د ایران ځواب یې ردکړ او هغه ورته هیڅ د منلو ندی.

د ولسمشرټرمپ له څرګندونو وروسته د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې بیا لوړې شوې

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په وړاندې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تهران شرطونه "په بشپړه توګه د نه منلو وړ" وبلل، د دوشنبې په ورځ د اسیا په بازارونو کې د تېلو بیې په چټکۍ سره لوړې شوې.

د برېنټ اومه تیلوبیه سهاروختي د اسیا په بازارونو کې ۴،۶۵ سلنه لوړه شوه او د یوه بیرل بیه یې څه کم سل ډالرو ته ورسېده.

د امریکا د ویسټ ټکزاس انټرمیډیټ (WTI) د تیلو بیه هم څه باندې ۴ سلنه لوړه شوه او د هر بیرل بیه یې څه کم ۱۰۶ ډالرو ته ورسېده. د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې ځکه لوړې شوي چې پانګه ‌وال اندیښنه لري چې ښایي د هرمز تنګي له لارې د تېلو د عرضې په وړاندې خنډونه ډیرژر لیرې نشي، هغه تنګی چې تهران پرې جزوي محاصره لګولې ده.

ټرمپ؛ په ایران کې پوځي عملیات پایته رسیدلي نه دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،"په ایران کې پوځي عملیات پایته رسیدلي نه دي".

د هغه په ټکو، د امریکا پوځ کولی شي په ایران کې پر نورو اهدافو بریدونه وکړي.

د ازادي راډيو د فردا څانګې د راپور له مخې، ولسمشر ټرمپ شریل اتکیسون سره په مرکه کې د چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې، د هغه پوښتنې په ځواب کې چې ایا په ایران کې پوځي عملیات پایته رسیدلي او کنه وویل،"نه ما داسې څه ویلي نه دي، ما وویل چې هغوي (ایرانیانو) ماتې خوړلې ده، خو دا په دې مانا نه ده چې کار خلاص شوی دی، موږ کولی شو په دوو اوونیو کې پر نورو اهدافو بریدونو وکړو".

د ایران او امریکا ترمنځ له ۴۰ورځینۍ جګړې وروسته اوربند وشو.

ایران او واشنګټن د دغې جګړې د پایته رسیدو په موخه مذاکرات کوي.

اوکرایني چارواکي له اعلان شوي اوربند سره سره د روسیې د یوه برید خبر ورکوي

چارواکي د اوکراین پر دوهم لوی ښار خارکییف د روسیې د ډرون د برید خبرورکوي.

چارواکو ویلي چې د شنبې په ورځ په دې ښارکې د هستوګنې پریوې لوړپوړیزې ودانۍ د روسیې په برید کې لږترلږه پنځه تنه ټپیان شوي دي. دغه برید داسې مهال شوی چې دواړو لورو په دوهمه نړیواله جګړه کې پرنازي جرمني د بریا د ورځې د لمانځلو په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی.

په عین حال کې اوکراین پولې ته نژدې د روسیې په کرسک سیمه کې چارواکو د نژدې سل اوکرایني ډرونونو خبره کړې چې په ونیا یې هوایي قلمرو ته یې داخل شوي و خو ویلي یې دي چې چاته زیان ندی رسیدلی.

د دواړو له خوا اعلان شوی اوربند د دوشنبې په ورځ د می په یولسمه پای ته رسیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG