د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۵ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۰۷

ویسا: په هېواد کې د موجوده ناروغۍ پر لاملونو دې هم اعتراف وشي


د کابل ورځپاڼو نن تر ډېره د هېواد د روانې وضعې په اړه د حکومتي چارواکو او پخوانیو جهادي مشرانو پر پرونیو څرګندونو او د انتخاباتو له پاره د تیاریو پر څرنګوالي لیکنې خپری کړې دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې افغان حکومتي چارواکو او پخوانیو جهادي مشرانو پرون د مارشال فهیم او عبدالعلي مزاري په تلین غونډو کې د ویناو په مهال په هېواد کې پر موجوده ناروغۍ اعتراف وکړ، خو پر اصلي لامل نه.

ورځپاڼه لیکي چې په دواړو غونډو کې د ویناوالو په څرګندونو کې څو ټکي خورا مهم او شریک وو او هغه دا چې افغانستان لا هم په ویر کې ډوب دی او ولس یوې تلپاتې سولې ته اړتیا لري.

ورځپانې لیکلي دي چې ویناوالو دې ته هم اشاره وکړه چې ځینې کړۍ په هېواد کې قومي او سمتي تعصبونو ته لمن وهي، چې مخنیوی یی خورا مهم دی.

ورځپاڼه لیکي، اوس چې د ناروغۍ اعتراف وشو، نو لازمه ده چې پر لامل یې هم اعتراف وشي، څو د درمنلې لپاره یې سمه لار غوره شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د مارشال فهیم او عبدالعلي مزاري د تلین په غونډو کې ویناوالو په خپلو څرګندونو کې قومي او سمتي تعصب ته لمن وهل په هېواد کې د جنګ د دوام سبب وباله.

ورځپاڼه لیکي چې دغه کړۍ که څه هم په ظاهره د هېواد د ازادۍ او سوکالۍ ناره پورته کوي، خو قومي او سمتي تعصب ته په لمن وهلو سره د اشغال د دوام سبب ګرځي.

ورځپاڼې په یوه جلا تحلیلي مطلب کې په هېواد کې د ملېشو د جوړولو په عواقبو بحث کړی او لیکلي یې دي چې د ملېشو جوړول په هېواد کې قومي او ژبنیو جنګونو او د نا امنیو د پراخېدو سبب ګرځي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې پکار ده چې یو ځل بیا د ملېشو د جوړولو عواقبو ته په اشارې په دی اړه یو ځل بیا جدي فکر وشي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د جنګ د دوام لاملونو ته په اشارې له امریکا او ناټو غوښتي دي چې پر هغو کړیو او دښمن هېوادونو دې فشارونه زیات کړي چې د جنګ د دوام اسباب برابروي او د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې افغانستان ته ترهګري له پاکستانه راځي، د داعش ډلې اکثره غړي هم پاکستانیان دي، پاکستان د افغانستان پرمختګ خپله تباهي بولي او له همدې کبله په افغانستان کې د جنګ د دوام لپاره حملې پلانوي چې د ورځپاڼې په وینا، مخنیوی یې لازم دی.

په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د تیاریو د څرنګوالي په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي څرګندونې هم د کابل ورځپاڼو په سرلیکونو کې لیدل کېږي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د امنیت شورا یوې غونډې ته په وینا کې ویلي دي چې افغانستان راتلونکو انتخاباتو ته بشپړ تیاری نه دی نیولی.

ورځپاڼه لیکي چې تدامیچي یاماموتو په خپلو خبرو کې دا هم ویلي دی چې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره نه پرمختګ او د انتخاباتو په کمېسیون زیاتېدونکي انتقادونه ددی سبب شول چې د کمېسیون رئیس له خپلې دندې استعفا وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له خوا دا څرګندونې داسې مهال شوي چې له دې یوه ورځ مخکې ولسمشر اشرف غني د انتخاباتو د کمېسیونونو پر خپلواکۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ملي وحدت حکومت مکلف دی، چې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره ټول لازم امکانات برابر کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په افغانستان کې په خپل وخت او د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.

ورځپاڼه لیکي چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په دې ټینګار وکړ چې شفاف او په خپل وخت د انتخاباتو ترسره کول له یوې خوا د انتخاباتو د کمېسیونونو باور زیاتوي او له بل لوري دا کار د قوانینو د پلی کولو لپاره لازمي هم دی.

XS
SM
MD
LG