د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۱ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۰۷

مسؤلین: د غزني ـ کندهار د لاړې په تړلو خصوصي سکټور ته زیان اوښتی


د غرني د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د غرني – کندهار د لارې د تړل کېدلو له امله چې د قره باغ لسوالۍ د اوسېدونکو د اعتراضونو له امله تړل شوې وه، خصوصي سکټور ته ډېر زیان رسېدلی دی.

د دغې خونې رئیس عبدالمتین قلندري نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دوی له دې امله د غزني ولایت سوداګرو ته د اوښتو زیانونو د راټولولو په حال کې دي.

د نوموړي په خبره، ډېری هغو سوداګرو ته زیان رسېدلی چې له هرات او کندهاره غرني ولایت ته تازه مېوه او ترکاري لېږدوي او په دغو مالونو بار موټرې شپږ ورځې درول شوې وې.

د ښاغلي قلندري په خبره، د دغو اعتراضونو له امله په غزني ښار کې هم تېره اوونۍ کاروبار چندان ښه نه و.

XS
SM
MD
LG