د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۵۳

چارواکې: ناڅرګندو وسله والو په غزني کې یو زیارت ویجاړ کړی


د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ناڅرګندو وسله والو په دغه ولایت کې د سخي زیارت په بومونو الوځولی دی.

د والي ویاند محمد عارف نوري نن پنجشنبې ناوخته ازادي راډيوته وویل چې د سخي زیارت د غزني ښار اړوند د روضې په سیمه کې موقیعت لري چې تېره شپه ناپېژانده وسله والو په ماینونو الوځولی دی.

نوموړی وايي، د دغه پېښې په تړاو تراوسه څوک نه دي نیول شوی، خو وايي، د پولیسو پلټنې روانې دي.

د یادونې وړده چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې ناپېژانده وسله الو یوشمېر مشهور زیارتونه سوځولي وو.

تراوسه کومې ډلې د دپېښې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG