د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۲۵

فعالانې: د خوست د کلیوالو ښځو تعلیم او کار ته کار نه‌دی شوی


په خوست کې یو شمېر ښځینه مدني فعالانې او د ولایتي شورا غړې وايي چې تر اوسه هم د پوهنې او روغتیا پرته په نورو رسمي ادارو کې د ښځو ونډه لږه ده او په ځانګړي ډول د اطرافو او کلیوالو سیمو ښځې له زده‌کړو، کار او کسب محرومې پاتې شوې دي.

دوی یادې څرګندونې نن د پنجشنبې په ورځ په یاد ولایت کې د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې ازادي راډیو ته وکړې.

په خوست کې د ښځو د یوه ټولنیز بنسټ مشرې نعت بي بي عمري وویل چې د یاد ولایت په ډېریو لیرې پرتو سیمو کې د ښځو د ژوند د ښه کولو لپاره د پام وړ برنامې نه‌دي عملي شوي.

په ورته وخت کې د خوست د ښځو چارو رئيسې ملالۍ ولي هم د ښځو نړیوالې ورځې په ویاړ جوړې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې له ډونرانو او مؤسسو وغوښتل چې تر دې وروسته دې د مرکز پر ځای د ولسوالیو او اطرافي سیمو اړمنو ښځو ته پروژې پلې کړي.

پر همدې مهال د خوست والي هم له خلکو وغوښتل چې د دې ټولنې دیني او کلتوري ارزښتونو ته په پام کې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي مخه ونیسي، هغوی ته خپل حقوق ورکړي، ناوړه رواجونه پای ته ورسوي، ښځو او نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي، په اقتصادي برخو کې د ښځو له وړتیاوو کار واخلي او د ښځو د هوسا ژوند لپاره خپلې مادي او معنوي هڅې ونه‌سپموي.

XS
SM
MD
LG