د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۵۸

په کابل کې د تعلیمي بنسټونو ۴ورځنی نندارتون پرانیستل شو


نن په کابل کې د افغانستان د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو څلور ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت مرستیال احمد سیر مهجور په دې اړه جوړیو شویو مراسمو ته وویل،که څه هم په هېواد کې د خصوصي تعلیمي او تحصیلي بنسټونو شمېر ډېر شوی خو د کیفیت په برخه کې يې لا ډېر کار ته اړتیا لېدل کېږي.

ښاغلی مهجور وايي،افغان ځوانانو ته د باکیفیته او معیاري زده کړو د زمینې برابرولو لپاره ټو تعلیمي او تحصیلي بنسټونه دې پخپلو منځو کې سالم رقابت وکړي.

دا د افغانستان د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو څلورم نندارتون دی چې په کې شااو خوا ۵۰ تعلیمي او تحصیلي بنسټونو ګډون کړی.

XS
SM
MD
LG