د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

افغان کرکټ لوبډله به سبا سې شنبه زېمبابوې سره دوهمه لوبه وکړي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به سبا سې شنبه له زېمبابوې سره د ۲۰۱۹ میلادي کال د غوراوي جام دوهمه لوبه وکړي.

افغان ټیم لومړۍ لوبه پرون یکشنبه د سکاټلند په وړاندې وبایلوده.

افغانستان باید د ۲۰۱۹ میلادي کال د نړیوال جام د ګډون لپاره د غوراوي پړاو پاتې درې لوبې چې زېمبابوې، هانک کانګ او نیپال سره دي وګټي.

په پرونۍ لوبه کې افغان ټيم په ۵۰ اورونو کې ۲۵۵ منډې وکړې چې په ځواب کې يې دا هدف د سکاټلند لوبډلې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د افغانستان له‎خوا د محمد نبي ۹۲ او د نجیب ځدراڼ ۶۷ منډې د پام وړ دي، خو د سکاټلنډ د ټیم لپاره کالم سکاټ مکلیوډ ۱۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او ریچارډ بیرنګټن هم د ۶۷ منډو ملګرتیا ورسره وکړه.

د ۲۰۱۹ میلادي کال د نړیوال جام غواروي سیالۍ د ۱۰ ټیمونو ترمنځ په زېمبابوې کې پیل شوې دي چې له ډلې به‌یې د فاینل دوه ټیمونه په نړیوال جام کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG