د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

په افغانستان کې کوم ډول وحشي ژوي ډېر له خطر سره مخ دي؟


د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وایي، په افغانستان کې ټول وحشي ژوند، که هغه حیوانات دي، که بوټي یا نباتات دي، له خطر سره مخامخ دي.

د دغې ادارې مرستیال عبدالولي مدقق وایي، د چاپېریال ساتنې ادارې هڅه کړې او په دې برخه کې یې د پالېسۍ جوړولو ترڅنګ، د هغو حیواناتو یو لېست هم جوړ کړی چې ډېر له خطر سره مخامخ دي او د ساتنې لپاره يې باید پاملرنه زیاته شي.

دا په داسې حال ده چې د مارچ درېیمه د وحشي ژوند له نړیوالې ورځې سره برابره ده او هرکال دغه ورځ د دې لپاره لمانځل کېږي چې د هغو وحشي ژوو او او بوټو په اړه چې له خطر سره مخ دي، د خلکو پوهه زیاته شي او هم د وحشي ژوند په تړاو د جرمونو او جنایتونو په وړاندې د مبارزې لارې چارې ولټول شي.

د ازادي راډيو خبریال نوریاس نوري له ښاغلي مدقق سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې کوم وحشي ژوي په اوس وخت کې په افغانستان کې ډېر له خطر سره مخامخ دي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:58 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG