د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

په رزمي هنرونو کې عبدالعظیم بدخشي خپل هندي رقیب ته ماته ورکړه


د افغانستان د مختلطو رزمي هنرونو «Mixed Martial Arts» ورزشکار، عبدالعظیم بدخشي د مسابقې د پېل په لومړیو ۲۵ ثانیو کې خپل هندي رقیب ته ماته ورکړه.

هغه د سیالۍ د لومړي دور تر ګټلو وروسته پر فېسبوک، وویل:

"له تاسو، هر یوه جلا – جلا مننه کوم چې بدخشي ته مو دعا وکړه او ما خپل هندي رقیب ته ماته ورکړه."

عبدالعظیم بدخشي د مختلطو رزمي هنرونو د "سوپر فایت لیګ" په سیالیو کې د ګډون لپاره هند ته تللی دی. په دې سیالیو کې د نوي ډيلي او ګجرات ایالات ورزشکاران ګډون لري.

هغه د فبرورۍ میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې د سربیا له یوه ورزشکار سره مخامخ شو او ماته یې ورکړه.

XS
SM
MD
LG