د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۵۶

کرنې وزارت: په کابل کې ۴بېلابېلې فابریکې جوړېږي


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې د خصوصي سکټور په مرسته څلور فابریکې جوړېږي چې د کرنیزو تولیداتو د پروسس د غوړیو د تولید او د چرکانو د دانې جوړولو فابریکې په کې شاملې دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پر دې زراعتي کمپلکس باندې ۱۲ میلیونه ډالر او له ۱۵۰ میلیونو افغانیو ډېره پانګونه شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو فابریکو په جوړېدو سره به د افغانستان د صاداراتو په کچه کې زیاتوالی راشي.

د دغه کمپلکس جوړنکوو ویلي چې د ولسمشر خبرو دغه کار ته هڅولي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د دغه فابریکو په جوړېدلو سره به ۸۰۰ کسان په کار بوخت شي.

XS
SM
MD
LG