د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۵۷

ګارډین بریتانوي ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته همدا عنوان ورکړی دی.

ورځپاڼې د کابل پروسې پرمهال د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا طالبانو ته د سولې وړاندیز ته په اشارې ویلي چې افغان حکومت طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ څو د امریکا دا اوږده جګړه پای ته ورسېږي.

ګارډين وايي، دا کار باید وشي.

ګارډین ورځپاڼه لیکي دا که څه هم لږ کمرنګه خبره ښکاري خو په طالبانو باندې دا غږ چې د یوه سیاسي ګوند په توګه ځان راجستر کړي او حکومت به په کابل کې یو دفتر هم ورپرانیزي د ولسمشر غني سخاوت ښکاره کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ د کابل پروسې په پرانیستونکې وینا کې وړاندیز وکړ چې اوربند باید تامین شي او طالبان د یوې سیاسي ډلې په توګه ومنل شي.

هغه په بدل کې له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان اساسي قانون ومني او سولې ته غاړه کېږدي.

طالبانو رسماً د کابل پروسې په اړه کومه رسمي تبصره نه ده کړې خو تر دې ناستې مخکې یې د افغان حکومت له پامه وغورځاوه او راساً یې له متحده ایالتونو سره د سولې د خبرو غوښتنه وکړه.

ګارډین ورځپاڼې طالبان په داسې حال کې له امریکا سره خبرو ته لېواله دي چې امریکا متحده ایالتونو د جګړې په ډګر کې د خپلو جنرالانو واک ور زیات کړ څو طالبان وځپل شي او خبرو ته اړ شي.

ورځپاڼه لیکي طالبانو د دې فشارونو ځواب ورکړ په وروستۍ خونړۍ حمله کې يې چې د جنوري په ۲۷ په کابل ښار کې د یوه موټر بم په واسطه وکړه څه باندې سل کسان ووژل.

وال سټریټ ژورنال:

دې ورځپاڼې هم له طالبانو د ولسمشر اشرف غني د غوښتنې په اړه مقاله لیکلې ده.

ورځپاڼې د ولسمشر غني هغه خبره راخیستې چې ویلي يې دي چمتو دی طالبان د یوه مشروع سیاسي جریان په توګه ومني خو طالبانو تر اوسه د افغانستان د جمهور رئیس غوښتنې ته ځواب نه دی ویلي.

ورځپاڼې د امریکايي او افغان چارواکو په حواله رپوټ ورکړی چې ویلي یې دي په طالبانو د وروستیو څو میاشتو پوځي فشارونو هدف همدا و چې دا ډله خبرو ته چمتو شي.

وال سټریټ ژورنال په یوه بله برخه کې لیکلي دي چې وسله وال طالبان نسبت بل هر وخت ته له ۲۰۰۱ کال راهیسې له خپلو ملګرو او متحدینو ډېرې پیسې او وسلې ترلاسه کړي دي.

په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ نړیوال اییتلاف د طالبانو رژیم ړنګ او موقته اداره یې رامنځته کړه.

ورځپاڼې په دې ټکي هم تمرکز کړی دی چې طالبان د خپلې سټراټيژۍ په اړه او له داعش سره د چلند په برخه کې په څو برخو ویشل شوي دي.

د وال سټریټ ژورنال په باور، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ نوې خبرې وکړه ځکه هغه پخوا طالبان تروریستان بلل او اوس یې هغوی سولې ته راوبلل.

د ورځپاڼې په خبره په اصل کې دا مسله د ولسمشر غني په پالیسیو کې یو بدلون دی ځکه ولسمشر غني د راتلونکي کال ولسمشرۍ انتخاباتو کې خپلې کاندیدۍ او په خپل هېواد د پنځو نورو کلونو واکمني ته پام دی.

XS
SM
MD
LG