د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

افغانه ښوونکې عاقله اصفي د یو شمېر نړیوالو او کورنیو معتبرو جایزو څښتنه!


د مخکښې ښځې په دې خپرونه کې له داسې یوې مېرمنې سره اشنا کېږئ چې په مفکوره او بیا هڅو یې په داسې ځای کې تعلیم عام شوی چې هلته نجونو ښوونځی، قلم، پنسل پاک او نور څه نه‌پېژندل.

هغه دغو پرله‌پسې هڅو تر ژنیو رسولې، تر څو کډوالو نجونو ته د ښو خدماتو لپاره د نانسن نړیواله جایزه تر لاسه کړي.

له هغې وروسته اغلې اصفي د ګلوبل ټیچر پرایز انعام تر لاسه کړی چې هر کال د نړۍ ۱۰ غوره او با اغېزه ښوونکو ته ورکول کېږي.

د دې تر څنګ نوموړې سږ کال افغان ولسمشر د سید جمال‌الدین افغان په دولتي مډال نازولې.

عاقله اصفي دومره شهرت او مقام ته څنګه ورسېده او څه خدمات‌یې کړي د مخکښې ښځې د دې اوونۍ په خپرونه کې ورسره اشنا کېږئ.

له مېرمن اصفي سره د ازادي راډیو خبریال یوسف خان ځدران مرکه کړې او تاسې يې په لاندې لینک کې اورېدلای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:19 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG