د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۹

واشنګټن پوسټ: امریکا باید همدا اوس له افغانستانه ووځي


  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د «ریچارډ کوهن» په قلم مقاله خپره کړې ده.

د مقالې سرلیک دی، امریکا باید همدا اوس له افغانستانه ووځي.

د مقالې په یوې برخه کې لیکوال لیکي، که امریکایان ووځي، طالبان به بریالي شي چې هېڅ‌څوک داسې څه نه‌غواړي.

خو لیکوال د دې سربېره د ویتنام جګړې ته اشاره کوي.

له دغه هېواده امریکایي ځواکونه په ۱۹۷۹ میلادي کال کې ووتل.

د لیکوال په وینا د امریکا دې پرېکړې هغه ویتنامیان له ستونزو سره مخامخ کړل چې امریکايي‌پلوه وو.

وړاندې راغلي، اخر به هغه څه کوو چې باید کړي مو وی؟ دا د لیکوال «کوهن» نظر دی، خو د جګ‎پوړو امریکایانو نظر له دې سره توپیر لري.

مثلاً په ناټو کې د امریکا سفیر «کې. بیلې هاچيسون» چې تازه د افغانستان له سفره ستنه شوې وایي، دوی به پرې نه‎ږدي چې په افغانستان کې شخړې زیاتې شي.

تر جمهوري ریاست مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د افغانستان مأموریت له ناورینه ډک بللی و او له دغه هېواده‌یې د پوځیانو د وتلو خبره کړې وه، خو د تېر کال په اګسټ کې یې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره چې کله ستراتېژي اعلان کړه، په هغې کې یې څرګنده کړه چې امریکایي ځواکونه به له دغه هېواده د مهالوېش له مخې ونه‎وځي، شرایطو او زمان ته له کتو سره سم به ووځي.

یوې بلې خپرونې بیا د افغانستان د چارواکو د خپل منځي ستونزو مسئله رااخېستې ده.

  • ډیپلوماټ

ډیپلومات خپرونې په دې اړه د عطا محمد نور مقاله خپره کړې ده.

د مقالې په پيل کې د ۲۰۱۴ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې درغلیو ته اشاره شوې ده.

د لیکوال په وینا له درغلیو ډک دا انتخابات د اشرف غني په ګټه شول، د هغه چا په ګټه چې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته کابل ته راغی او د دې ټولنې له واقعیتونو سره، د نور په وینا سم اشنا نه‎دی.

په مقاله کې بیا د ملي وحدت د حکومت د جوړېدو خبره یاده شوې چې د لیکوال په باور په دې حکومت کې د جمعیت په استازیتوب ډاکتر عبدالله عبدالله برخه واخیسته.

د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس وړاندې لیکي:

د ملي وحدت د حکومت د تشکیل پر مهال زموږ ټینګار پر دې و چې مرکزي سیاسي سیستم بدل شي، د اداري فساد پر ضد مبارزه وشي، د فقر مخه ونیول شي او له هغو طالبانو سره سیاسي جوړجاړي ته ورسېږو چې سوله غواړي.

په مقاله کې بیا راغلي دي چې اشرف غني د داسې ولسمشر په توګه کار پیل کړ چې له اساسي قانون سره سم تعریف شوی دی حال دا چې دی د ملي وحدت د حکومت مشر دی.

عطا محمد نور د ۲۰۱۴ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ کاوه او د اشرف غني مخالف و.

د تېر میلادي کال په وروستیو کې ولسمشر اشرف غني اعلان وکړ چې د ښاغلي نور استعفا یې د بلخ د والي په توګه منظور کړې ده او انجنیر محمد داوود یې د هغه پر ځای د بلخ والي وټاکه.

خو تر اوسه د ارګ او د عطا محمد نور ترمنځ لانجه نه‎ده حل شوې او عطا محمد نور ټینګار کوي چې دی والی دی.

XS
SM
MD
LG