د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۵

د افغانستان په اړه د نړیوالو ورځپانو تبصرې!


ډپلوماټ خپرونې د افغانستان په اړه یوه مقاله لیکلې او ویلي یې دي چې د افغانستان دفاع وزارت د ۳۶ زره کسیزه ملېشه ځواک له جوړولو خبر ورکړی دی.

اصلي هدف د هغو سیمو ساتل دي چې د افغانستان ملي اردو د طالبانو له کنټروله ایستلي دي.

مقاله لیکونکي ویلي چې دا نوښت کولای شي له افغان حکومت سره د پوځیانو د کمښت د ستونزې په ډکولو کې مرسته وکړي.

خو لیکوال ویلي چې بشري حقونو ډلې به دا پوځیان تر څار لاندې ولري.

په افغانستان کې د ملېشه پوځیانو مخینه خپلې ښکته او پورته خبرې لري.

تر اوسه نه ده اعلان شوې چې د دغه پوځ د جوړولو لپاره د خلکو ګمارنه څه وخت پيلېږي.

د افغانستان دفاع وزارت له مخکې د دې ملېشه ځواک په اړه اندېښنې رد کړي دي او ویلي یې دي چې دا پوځ به د یاد وزارت تر مستقیم فرمان لاندې دنده ترسره کړي.

"وار ان دَ راکس":

دې خپرونې د یوه نامتو امریکاي لیکوال او څېړونکي بارنټ روبین یوه اوږده مقاله چاپ کړې ده.

روبین په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په لارو چارو بحث کړی دی.

د دې مقالې په یوه برخه کې راغلي چې د امریکا، چین، هند او روسیې په څېر هېوادونه دوه مهم دلایل لري چې د افغانستان د ارامۍ لپاره د سرچینو برابرول توجیه کوي:

لومړی، په افغانستان کې تروریستي ډلې پناه ځایونو ته نه پرېښودل او دویم په اسیا لویه وچه کې د اقتصادي ظهور د رسم دودول او په مواصلاتو او له مواصلاتي شبکو سره د افغانستان د یوځای کېدو په سر پانګونه.

د مقالې لیکونکي ویلي، تر ټولو غوره لار چې کولای شي دا دوه هدفونه پرې ترلاسه شي په افغانستان کې د یوه موثره دولت رامنځته کول دي.

د وار ان دَ راکس خپرونې د مقالې په یوه برخه کې راغلي چې د افغانستان یو مشر هم نه دی توانیدلی چې دولت یوازې د کورنیو عوایدو په مټ وساتي او یا هم د شاه امان الله خان، مجاهدینو او طالبانو د دورو په څېر رژیمونه چې له پوره بهرنیو مرستو برخمن نه و د فشار په خاطر ړنګ شول.

اوس وخت نړیواله ټولنه په لومړي سر کې یې امریکا ویلي چې د افغان حکومت او افغانانو تر څنګ به پاتې کیږي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG