شفیقه نوروزخېل د افغانستان په مشرانو جرګه کې د ښځو چارو د کمېسیون مشره ده، نوموړې له دې ځایه د افغان مېرمنو د غږ او ستونزو د پورته کولو تر څنګ د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د یوه دارالمعلمین په جوړولو کې مرسته کړې.
د هغې په وینا شااوخوا ۳۰ نجونو او ښځو تهيې د زدهکړو زمینه برابره کړې او د مشرانو جرګې له لارې د افغانستان له هرې سیمې څخه د مېرمنو ستونزې څېړي.
د مخکښې ښځې خپرونې کوربه یوسف خان ځدراڼ دا اوونۍ له اغلې نوروزخېل سره د هغې د ژوند او فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي.
دا مرکه تاسې د لاندې لېنک له لارې اورېدلای شئ: