د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۲۰

افغانستان

په پروان ولایت کې د ملي امنیت ۵ کارکوونکي وژل شوي

د کاپیسا د ملي امنیت پنځه کارکوونکي په پروان ولایت کې په یوه ترورېستي حمله کې وژل شوي دي.

دا خبره د پروان ولایت د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي نن ازادي راډیو ته وکړه او ویې‌ویل چې دغه پېښه نن د ورځې یوه بجه د دې ولسوالۍ د کوه توپ په سیمه کې شوې ده.

ښاغلي قدوسي زیاته کړه چې د کاپیسا د ملي امنیت د ریاست مدیر او څلور کارکوونکي چې په یوه موټر کې سپاره وو او د کوه توپ سیمه کې خپلو کورونو ته تلل، په لاره کې د ناپېژنده وسله‌والو په حمله کې ووژل شول.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

له سېلابونو وروسته د ناروغیو له زیاتېدو د مخنیوي په اړه د روغتیا سازمان سپارښتنې

په نورستان کې خونړي سېلابونو
په نورستان کې خونړي سېلابونو

افغانستان کې له تازه سېلابونو وروسته په هېواد کې د روغتیا نړیوال سازمان څانګې د سېلاب ځپلو سیمو خلکو ته یوه لارښونه خپره کړې ده.

سپارښتنه شوې چې له سېلاب وروسته د څښاک اوبو کې باید احتیاط وشي، خوندي او پاکې اوبه وڅکل شي، له هغو خوړو باید ډډه وشي چې د سېلاب اوبو سره تماس کې وي، خواړه وپوښل شي او لاسونه ومینځل شي.

دغه راز سپارښتنه شوې چې اوبه په خوندي ځای کې ذخیره شي او که څوک ناروغ وي کافي اوبه وڅکي.

د دوشنبې په ورځ نورستان ، ننګرهار او لغمان کې ناڅاپي سېلابونه راغلل چې تر ټولو زیات ځاني او مالي زیان یې د نورستان مرکز پارون ښار ته اړولی دی.

وروستۍ رسمي شمېرې ښيي چې پارون کې د دغه سېلاب په نتیجه کې لږترلږه ۲۳ کسان مړه او شاوخوا ۸۰ تنه نور ټپیان شوي او لسګونه کسان دد غه خبر تر لیکلو لادرکه دي. د تلفاتو شمېر امکان لري لوړ شي.

رحمت شاه د حشمت‌الله شهیدي په ځای لوبډلمشر وټاکل شو

ارشیف، رحمت شاه «ښی لور» او حشمت الله شهیدی (کین لور)
ارشیف، رحمت شاه «ښی لور» او حشمت الله شهیدی (کین لور)

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د حشمت‌الله شهیدي له استعفا وروسته، رحمت شاه د ټېسټ او نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر وټاکل شو.

حشمت‌الله شهیدي د سه شنبې په ورځ وویل چې د خپلې شخصي پریکړې په اساس استعفا کوي.

رحمت شاه چې له دې مخکې یې د مرستیال لوبډلمشر مسئولیت په غاړه درلود په ځای یې رحمن‌الله ګربز ټاکل شوی دی.

د کرکټ بورډ خبرپانه وايي ښاغلی رحمت شاه له نړیوال کرکټ او د لوبډلې له جوړښت سره ځانګړې تجربه لري او د رحمن‌الله ګربز په مرسته به د یوه مجرب لوبډلمشر په توګه افغانستان ته سترې بریاوې ورپه برخه کړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دواړه دغه لوبغاړي به د ایرلند پر وړاندې دراتلونکې لوبلړۍ پر مهال دغه مسئولیتونه په غاړه ولري.

د بښنې نړیوال سازمان: پر امید روغتون د پاکستان برید ممکن جنګي جنایت وي

د بښنې نړیوال سازمان وايي،" په کابل کې د معتادینو پر مرکز د پاکستان برید دې د احتمالي جنګي جنایت په توګه وڅیړل شي".

پاکستان د روان کال د مارچ میاشتې په ۱۶مه په کابل کې د "امید" په نوم د روږدو د درملنې مرکز بمبار کړ.

پاکستان ادعا کړې وه چې "په دغه مرکز کې وسله وال او هغه ډرونونه په نښه شوي وو چې د دوی خلاف کاریدل".

د طالبانو حکومت هغه مهال وویل چې برید کې ۴۰۸کسان وژل شوي او ۲۶۵نور ټپیان شوي وو.

ملګرو ملتونو هغه مهال په دغو هوایي بریدونو د ۱۴۳ ملکیانو د وژلو ۲۶۹ ټپیانو پخلی کړی و.

د بښنې نړیوال سازمان وايي،" د سپوږمکۍ د لسګونو عکسونو او ویډیوګانو له ارزونې او عیني شاهدانو سره له خبرو اترو وروسته يې هیڅ داسې شواهد نه دي موندلي چې وښيئ دغه مرکز د پوځي موخو لپاره کاریده".

د دغه سازمان په ټکو،" په دغه مرکز کې د وسلو او نورو پوځو فعالیتونو شواهد او داسې نښې نشته چې د پاکستان ادعاوې ثابتې کړي".

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې په دې اړه بې پرې او خپلواکې څیړنې وکړي.

د اميد ۲۰۰۰ بستريز د معتادنیو د درملنې او ملاتړ مرکز د کابل-جلال اباد پر لويه لار د کابل په ختیځ کې پروت دی.

پخوا دا ځای د "فينېکس کمپ" په نوم يادېده او امریکایي ځواکونو د افغانستان د جګړې پر مهال د روزنيز مرکز په توګه ترې کار اخيسته.

ملګري ملتونه: د افغانستان په خیتځ کې د سیلونو له کبله ۴۰کسان مړه شوي

د دوشنبې په ورځ د جولای ۲۰مه په نورستان کې د سیلونو له کبله اوښتي زیانونه
د دوشنبې په ورځ د جولای ۲۰مه په نورستان کې د سیلونو له کبله اوښتي زیانونه

ملګري ملتونه وايي،"د افغانستان په خیتځ کې د سیلونو له کبله ۴۰کسان مړه شوي".

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټفین دوجاریک پرون سه شنبې د (جولای۲۱مه) په یو خبري کنفراس کې وویل،" له افغانستانه لومړني راپورونه ښيي چې په خیتځ کې سیلونو ۴۰کسان مړه، په لسګونو ټپیان او ډير شمیر نور يې ترې تم کړي دي".

د هغه په ټکو،" سیلونو کورونو، عامه ودانیو او سوداګرۍ ته پراخ زیان رسولی دی".

دوجاریک وړاندې وویل،"زموږ ټیمونه سیمې ته رسیدلي او له زیانمنو سره د خوړو، سرپناه، روغتیايي خدمتونو او نورو اړینو توکو په برخو کې مرستې کوي".

وړمه ورځ په نورستان کې له شدیدو بارانونو وروسته سیلونه راووتل چې خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه واړول.

د طالبانو حکومت د ۲۳کسانو مړینه تایید کړې او وايي چې تر سلو ډير کسان لا هم ترې تم دي.

نورستان کې د سېلابونو ناورین؛ ملګرو ملتونو بشري چارې پیل کړې

نورستان کې د سېلابونو له امله رامنځته شوې ویجاړۍ
نورستان کې د سېلابونو له امله رامنځته شوې ویجاړۍ

د ملګرو ملتونو یو شمېر ادارو په نورستان کې د وروستي سېلاب د زیانمنو د لاسنیوي لپاره هڅې پیل کړې دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او اېم) ویلي په داسې حال کې چې په سیمه کې د لټون او ژغورنې عملیات روان دي، د دې سازمان ډلې هم په سیمه کې حضور لري او په بېلابېلو برخو کې چټکې ارزونې ترسره کوي ترڅو د خلکو بېړنۍ اړتیاوې تثبیت کړي.

د افغانستان لپاره د دې سازمان څانګې د سې شنبې په ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په نورستان کې سېل خلکو ته مرګ‌ژوبله او زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې د افغانستان ختیځ په یو شمېر سیمو کې سختو بارانونو او سېلونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د دې ادارې په خبره نورستان، ننګرهار او لغمان کې کورونه، کرنیزې ځمکې او بنسټیز تأسیاست ویجاړ شوي او د بشري چارو شریکان د اړتیاوو ارزونه کوي چې ورته ځواب ووایي.

د دغه سېلاب له امله د سې شنبې د ورځې تر وروستیو پورې د ۲۳ کسانو د مړینې او شاوخوا ۱۰۰ نورو د تري تم کېدو راپورونه ورکړل شوي و.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر: له جرمني د مجرمو افغانانو ایستلو ته به دوام ورکړو

ارشیف
ارشیف

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینټ په لوېدیځ ښار ټریر کې تېره اوونۍ پر یوه محصل له مرګوني برید وروسته یو ځل بیا ټینګار کړی چې په جرمونو محکوم شوي افغانان باید افغانستان ته واستول شي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې دوبرینټ د سې ‌شنبې په ورځ په برلین کې خبریالانو ته وویل: "زه بیا هم دا یو څرګند اړین اقدام ګڼم او د افغانستان په څېر هېوادونو ته د مجرمو کسانو د استولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړم."

هغه زیاته کړه چې ټولنه په څرګنده حق لري تمه ولري هغه بهرني وګړي چې په جرمونو محکوم شوي، له هېواده وایستل شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وویل، دی به دغه تګلاره په دوامداره او جدي توګه عملي کړي او هغه څه‌یې رد کړل چې د ده په خبره تل تکرارېږي چې ګواکې له رواني پلوه زیانمن کسان باید د ډیپورټ پر ځای مرستې ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه: "که لږ په څرګنده‌یې ووایم، موږ د نړۍ هغه برخه نه‌یو چې د ټولو رواني ناروغانو او په رواني اختلالاتو د اخته کسانو مسؤلیت پر غاړه واخلو."

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې تېره چهارشنبه د ټریر پوهنتون ته نږدې یو ۲۲ کلن محصل په چاقو ووژل شو.

یو ۲۲ کلن افغان د مشکوک برید کوونکي په توګه پېژندل شوی دی.

د پلټونکو په وینا، نوموړي د نامعلومو لاملونو له مخې پر عامه سړک د پخلنځي په چاقو لږ تر لږه دوه ځله د محصل د بدن په پورتنۍ برخه برید کړی.

د جرمني د صدراعظم فریدریش میرتڅ په مشرۍ محافظه‌‌کار حکومت تېر کال واک ته له رسېدو راهیسې هڅه کوي چې په جرمونو کې ښکېل او نور هغه چې د پناه غوښتنې یې رد شوي دي، بېرته افغانستان ته ولېږي.

هغه هم په داسې حال کې چې برلین لا هم په کابل کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌پېژني، خو د هغوی یو شمېر ډیپلوماتانو ته‌یې اجازه ورکړې چې په هغه هېواد کې د افغانستان قونسلي چارې مخ ته یوسي.

د پاکستان حکومت د افغانستان د والیبال د ملي ټیم د لوبغاړو ویزې رد کړي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د افغانستان د والیبال ملي ټیم د مرکزي اسیا په زوني سیالیو کې له ګډونه پاتې شو.

د والیبال فدراسیون نن سه شنبې د افغانستان کورنیو رسنیو ته تایید کړې چې د پاکستان حکومت افغان لوبغاړو ته په دغو سیالیو کې د ګډون په موخه ویزې نه دي ورکړي.

د دې فدراسیون په خبره،" د پاکستان سفارت ته د ملي لوبغاړو د ویزو غوښتنلیکونه استولي شوي، خو مثبت ځواب يې نه دی ترلاسه کړی".

اسلام اباد د مرکزي اسیا د شپږ هېوادونو د والیبال سیالیو کوربه دی.

دغه سیالۍ سبا چهارشنبه پیلږي.

په نورستان کې د سیلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمیر ۲۳ ته پورته شو

په نورستان کې د سیلونه له کبله اوښتي زیانونه
په نورستان کې د سیلونه له کبله اوښتي زیانونه

په نورستان کې د سیلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمیر ۲۳ ته پورته شو.

د طالبانو د حکومت پېښو سره د مبارزې ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت نن سه شنبې په یو ویډيو پیغام کې وویل،" د نورستان په مرکز پارون او شاوخوا سیمو کې د سیلابونو له کبله ۲۳کسان مړه، ۸۰ تنه ټپیان او له سلو ډیر لا هم تري تم دي".

د همت په ټکو، دغو سیلابونو په پراخه کچه خلکو ته مالي زیان اړولی دی.

پرون دوشنبې په نورستان کې له شدیدو بارانونو وروسته سیلونه راووتل.

پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې سیلابونه په مرکز پارون او نورو سیمو کې ودانۍ لاندې کوي او سخت زیانونه اړوي.

بل پلو، د هوا پیژنې ریاست نن سه شنبې په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو کې د شدید باران او له کبله يې د سیلابونو د جاري کیدو اټکل کړی دی.

خیبرپختونخوا ایالت کې سېلابونو د افغان کډوالو یو موټر وړی

ارشیف، پاکستان کې راوتلي سېلابونه
ارشیف، پاکستان کې راوتلي سېلابونه

پاکستاني رسنیو د مرستندویو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ یو موټر چې افغان کډوال په‌کې سپاره وو، سېلاب په مخه کړ او د ورځې تر پایه یوازې د درېیو کسانو مړي وموندل شول.

پېښه لنډي کوتل کې شوې او چارواکي وايي د موټر د نورو سورلیو د موندلو لپاره هلې ځلې روانې دي.

تر اوسه دا معلومه نه‌ده چې موټر کې څو کسه سپاره و، خو راپورونه وايي دغه کډوال افغانستان ته د ستنېدو په لار و.

د پاکستان حکومت د جولای له ۱۰مې راهیسې د هغو افغان کډوالو د نیولو لپاره نوی کمپاین پیل کړی چې د دوی په وینا پاکستان کې د اوسېدو لپاره د اعتبار وړ اسناد نه‌لري.

د افغانانو لپاره د کډوالۍ غمیزه؛ د نیمروز په دښتو کې لا هم ۱۴ کسان ورک دي

ارشیف، نیمروز کې له ایرانه ایستل شوي افغان ځوانان
ارشیف، نیمروز کې له ایرانه ایستل شوي افغان ځوانان

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سی ار) وايي چې د نیمروز ولایت په دښتو کې لا هم ۱۴ افغانان ورک دي.

یادې ادارې د دوشنبې په ورځ «د سرطان په ۲۹مه» په خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې د هغو پنځو ځوانانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي چې مړي یې په دغو دښتو کې موندل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د خپلو سیمه‌ییزو همکارانو په مرسته د زیانمنو شویو کورنیو د ملاتړ لپاره په سیمه کې حضور لري.

تر دې مخکې نیمروز کې د طالبانو حکومت چارواکو ویلي و چې د هغو پنځو ځوانانو جسدونه‌یې موندلي چې ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال د دغه ولایت په دښتو کې مړه شوي وو او د نورو ورکو شویو کسانو د موندلو هڅې لا هم روانې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دا پېښه یوه غمجنه فاجعه بللې او ټینګار یې کړی چې د خلکو د خوندیتوب او د خوندي فرصتونو د برابرولو اړتیا شته، څو خلک اړ نه‌شي چې د ښه ژوند په لټه کې خپل ژوند له خطر سره مخ کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG