د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۵ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۳۶

نړۍ

راما: د البانیا او کوزوو لپاره یو ولسمشر ممکن، خو ستونزمن دی

د البانیا صدراعظم ایډي راما وايي، هېواد یې او کوزوو چې ګاونډی یې دی، کولای شي یوه ورځ یو ولسمشر ولري، خو د ښاغلي راما په وینا، دا کار په نږدې راتلونکي کې امکان نه‌لري.

د البانیا صدراعظم دا څرګندونې پرون یکشنبه له صربیا څخه د کوزوو د ازادۍ د ۱۰مې کلیزې په مناسبت د کوزوو پارلمان ته په وینا کې وکړې.

د ایډي راما په وینا، د البانیا او کوزوو لپاره د یو ولسمشر لرل به د دې دوو هېوادونو ترمنځ د یووالي څرګندوی وي.

ګومان کېږي چې د البانیا د صدراعظم دا څرګندونې به د صربیا د چارواکو غصه راوپاروي.

صربي چارواکو تر دې مخکې هم دا هېواد د یوې لویې البانیا د جوړولو په هڅو تورن کړی وو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ایران سپاه پاسدارن ځواکونه ادعا کوي چې د امریکا بې عملې پوځي کښتۍ يې په نښه کړې

د ایران سپاه پاسدارن ځواکونه ادعا کوي چې د امریکا هغه بې عملې پوځي کښتۍ يې په نښه کړې چې هڅه يې کوله د "هرمز تنګي خوندي سیمې" ته ننوځي.

د دې ځواکونو په اعلامیه کې چې ایسنا خبري اژانس خپره کړې، د پوځي کښتۍ د زیان د کچې په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

امریکا تراوسه د ایران د دې نوې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

دا ادعا څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې امریکا او ایران پر یو بل متقابل بریدونه وکړل.

له دې مخکې په منځني خیتځ کې د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) اعلان کړی و چې پرون يې پر درېو ایراني تیل وړونکو بیړیو بریدونه کړي دي.

ایران د دې بریدونو په ځواب کې دوه امریکايي جنګي بیړۍ وویشتې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پیټ هګسټ پرون پر خپلې ایکس پاڼې لیکي و،" که چیرته ایران پر امریکايي کښتو بریدونه وکړي موږ به د دوی تیل وړونکې کښتۍ ډوبې کړو".

د ایران په همدان ښار کې د تیلو په یوه ټانکر کې د اورلګېدنې له کبله ۱۱ کسان مړه شوي

د ایران په همدان ښار کې د تیلو په یوه ټانکر کې د اورلګېدنې له کبله ۱۱ کسان مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د ایران ایسنا خبري اژانس ویلي چې پېښه پرون ماښام د همدان - سنندج په لویه لاره رامنځته شوې ده.

د ایسنا د راپور له مخې، د ټانکر له اور اخیستنې وروسته څو نورو موټرو هم اور اخیستی دی.

پولیس وايي، تراوسه د پېښې لامل معلوم نه دی خو په اړه يې څيړنې پیل شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان: په اګسټ کې ۸۲ کسان په ایران کې اعدام شوي دي

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې په تیره اګسټ میاشت کې په ایران کې لږترلږه ۸۲ کسان اعدام شوي دي.

دې سازمان د شنبې په ورځ د سپټمبر په ۵ په خپله ویبپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې په دغو اعدام شویو کې ۴۰ کسان د وژنو، ۳۴ کسان د نشه ‌يي توکو اړوند جرمونو او اته کسان د امنیتي قضیو په جرم اعدام شوي دي. په اعدام شویو کسانو کې شپږ ښځې هم شاملې وې، چې د دې سازمان په خبره دا په ۲۰۲۶ کال کې په یوه میاشت کې د ښځینه وو د اعدام تر ټولو لوړه شمېره بلل کېږي. همدارنګه درې هغه معترضان چې د جنورۍ په میاشت کې د هېواد په کچه د ترسره شویو لاریونونو په تړاو نیول شوي وو، د اعدام شویو کسانو په ډله کې شامل وو. دې سازمان ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې په دې هیواد کې ۵۲۸ اعدامونه ثبت شوي چې اتلس ښځې، شل بهرني اتباع او ۹۱ قومي لږکیو اړوند کسان پکې شامل وو. که څه هم د اعدام شویو بهرنیانو په اړه څه ندي ویل شوي خو تردې مخکې په ایران کې یو زیات شمیرافغانان اعدام شوي دي.

ملګروملتونو د کم عمره ماشومانو د اجباري ودونو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ تصویب کړه

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ"د نوامبر۲۷مه د کم عمره ماشومانو د اجباري ودونو پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په توګه تصویب کړه".

دا پریکړه لیک پرون جمعه په دې اسامبلۍ کې تصویب شو.

د ملګروملتونو اسامبلې د دې پریکړه د تصویب موخه د کم عمره ماشومانو د اجباري ودونو مخینوی یاد کړی دی.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د جبري او کم عمره ودونو قضیې پکې راپور شوي دي.

 پنځه اروپايي هېوادونه غواړي بې اسناده کډوال له اروپايي ټولنې بهر د کډوالو مرکزونو ته وباسي

پنځه اروپايي هېوادونه غواړي بې اسناده کډوال له اروپايي ټولنې بهر د کډوالو مرکزونو ته وباسي.

جرمني، اتریش، یونان، ډنمارک او هالنډ هڅه کوي د روان ۲۰۲۶کال تر پایه له اروپايي ټولنې د باندې د بې اسنادو او غیرقانوني کډوالو د اخراج لپاره په یو شمیر هېوادونو کې د کډوالو د مرکزونو د جوړولو لپاره هوکړه وکړي.

دغو پنځو هېوادونو پرون جمعه په کوپنهاګ کې په یوه ناسته کې د کډوالو په اخراج هوکړه کړې خو د هغو هېوادونو نومونه يې نه دي یاد کړي چې د کډوالو د ساتنې مرکزونه به په کې وي.

د اروپا ټولنې شورا او د بشري حقونو یو شمیر نورو سازمانونو خبرداری ورکړی چې دغو مرکزونو ته د کډوالو اخراج د کډوالۍ قوانیو خلاف کار دی.

ترمپ خبرداری ورکړی چې د ایران پر کلنګ ګزلا غر برید کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون جعمه د (سپټمبر۴مه) خبرداری ورکړی ښايي ډير ژر په ایران کې د کلنګ ګزلا پر غره برید وکړي.

دغه غر د نطنز سیمې ته څیر واقع دی، چیرته چې د ایران د اټومي پروګرام د بټو تاسیسات جوړ شوي دي.

لویدیزې استخباراتي ادارې وايي، د دې احتمال شته چې ایران په دې غره کې د یورانیم د غني کولو پروسه مخته یوسي.

خو کارپوهان بیا وايي، دا کمپلیکس د امریکا د خورا قوي سنګر ماتونکو بمونو له لاسرسي وتلې سیمه ده.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره میاشت ویلي و،" لا مو له ایران سره کار نه دی خلاص شوی".

هغه خبرداری ورکړی و چې د امریکا بله موخه په "کلنګ ګزلا" غره د تاسیساتو په نښه کول دي.

فرانسه کې د ګرمې هوا له کبله شاوخوا ۷ زره کسان مړه شوي

ارشیف، په فرانسه کې خلک د ګرمې هوا د تېښتې لپاره په یخو اوبو لامبي.
ارشیف، په فرانسه کې خلک د ګرمې هوا د تېښتې لپاره په یخو اوبو لامبي.

په فرانسه کې روغتیايي چارواکي وايي "سږ کال د ګرمې هوا له کبله شاوخوا ۷ زره کسان مړه شوي دي".

د دې هېواد د روغتیا وزیر سټیفن رېسټ د جمعې په ورځ د (سپټمبر ۴مه) وویل: "دا شمېرې وروستۍ نه‌دي او د راتلونکې اوونۍ په پای کې به وروستۍ شمېرې اعلان کړي."

له دې مخکې د روغتیا وزارت ویلي و چې د روان کال په جون او جولای میاشتو کې د نږدې ۶ زره کسانو مړینه ثبت شوې وه.

د فرانسې په ګډون په ډېر شمېر اروپايي هېوادونو کې سږکال د تودوخې کچه له ۴۰ درجې سانټي ګراډ لوړه شوې وه.

امریکا په ترکیه کې د ایران پر درې بنسټونو بندیزونه ولګول

آرشیف
آرشیف

د امریکا د خزانې وزارت په ترکیه کې پر درېیو ایراني بنسټونو بندیزونه ولګول.

دغه وزارت د جمعې په ورځ د (سپټمبر ۴مه) په ترکیه د ګولډن ګلوبل بانک درې څانګې د ایران قدس ځواکونو ته د میلیونونو ډالرو د معاملو په برابرولو تورنې کړې دي.

د دې وزارت په خبره، ګولډن ګلوبل د ایران حکومت ته اسانتیاوې برابرې کړي څو یو شمېر نړیوالو بانکونو ته لاسرسی ولري.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ویلي: "لا هم یو شمېر مالي ادارو ته د دې منل ستونزمن دي چې موږ پر ایران د اقتصادي بندیزونو د وضع کولو په برخه کې جدي یو."

بسنټ د تېرې یکشنبې په ورځ روېټرز خبري اژانس کې په یوه مرکه کې ویلي چې تمه ده امریکا هره اوونۍ پر ایران تازه بندیزونه ولګوي چې تر ډېره به پر بانکونو متمرکز وي.

ګولډن ګلوبل په ترکیه کې یو ایراني بانک دی چې څو څانګې لري.

روسي بې‌پیلوټه الوتکو د اوکراین یوه امنیتي اداره په نښه کړې

کیف کې پر یوې امنیتي ادارې د روسي بې‌پیلوټه الوتکو برید
کیف کې پر یوې امنیتي ادارې د روسي بې‌پیلوټه الوتکو برید

روسي بې‌پیلوټه الوتکو په کیف کې پر یوې امنیتي ادارې برید کړی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د جمعې په ورځ د (سپټمبر ۴مه) پر خپل ټلګرام د دې برید خبر ورکړی او ویلي دي "بې‌پیلوټه الوتکو د امنیتي خدمتونو پر ادارې برید کړی چې غچ به اخلو".

د کیف ښارول ویلي چې په برید کې اووه کسان ټپیان شوي.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې امنیتي چارواکي په ټپیانو کې شامل دي او که نه.

دا ۱۰مه پرله‌پسې ورځ ده چې روسي بې‌پیلوټه الوتکې د پلازمېنې کیف په ګډون د اوکراین بېلابېل ښارونه په نښه کوي.

د روسیې د تېرې اوونۍ په بریدونو کې کیف ته څېرمه د میلا په کلي کې ۳۷ کسان ووژل شول.

امریکا دایران د سپاه پاسداران ځواکونو د یو مشر پر سر لس ملیونه ډالر جایزه اعلان کړه

د جایزې په اړه د  امریکا دبهرنیو چارو وزارت اعلامیه
د جایزې په اړه د امریکا دبهرنیو چارو وزارت اعلامیه

د امریکا حکومت دهغو معلوماتو په بدل کې چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو دسایبري عملیاتو مشر امیریاریاب ورباندې وپیژندل شی یا یې ځای معلوم شي لس ملیونه ډالر جایزه اعلان کړه.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايی نوموړی د سایبري عملیاتو د قوماندانۍ ترڅنګ د "شهید همت" او "شهید شوشتري"، ډلو په شمول د څو نورو ډلو څارنه هم کوي.

بهرنیو چارو وزارت د "عدالت لپاره د جایزې" د پروګرام په ترځ کې دغه جایزه اعلان کړې او زیاتوي چې دغه ډلې په امریکا ، اروپا او منځني ختیځ کې د زیربنايی مهمو تاسیساتو په وړاندې سایبري عملیاتو کې لاس لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG