د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

ولې په ادارو کې ځوانانو ته په کار د نه پوهېدو احساس ورکول کېږي؟


افغان ځوانان له بېکارۍ رنځ وړي
افغان ځوانان له بېکارۍ رنځ وړي

په افغانستان کې چې یوه لویه برخه وګړي یې ځوانان جوړوي، اکثره یې اوزګار ګرځي او هغوی چې په ادارو کې کار کوي، داسې احساس ورکول کېږي چې ګنې دوی په څه نه پوهېږي.

په ادارو کې پخواني کارکوونکي یا مشران په دې باور دي چې ځوانان تجربه نه لري، کار نه شي کولای او له اداري او مکتوبي چارو سره بلد نه دي.

په همدې وجه دوی ته په کمه سترګه کتل کېږي، کارونه او خبرې یې نامهم ګڼل کېږي، تحقرېږي او د پرمختګ چانس نه ورکول کېږي، خو په یوه اداره کې د دوو نسلونو دا ټکر کومې ستونزې راپيدا کولای شي؟

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئfacebook.com/TandySangy:

د همایون هېواد پر دې برښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولای شئ hewadm@rferl.org:

یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو ځانګړې خپرونه ده چې همایون هېواد یې جوړوي.

دا خپرونه د هرې شنبې په ورځ د څلورو بجو او د یکشنبې د ورځې په سهار د اتو بجو په خپرونه کې خپرېږي.

د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:58 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG