د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۶

بهرنیو ورځپاڼو د افغانستان په اړه کوم مطالب څېړلي؟


نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي چې ملګرو ملتونو په خپل یوه راپور کې په افغانستان کې ۱۶ کلنې جګړې ته کتلي دي.

راپور وايي چې د تلفاتو شمېر تر بل هر وخت ډېر و، خو تېر کال دا شمېر کم شوی و.

نيويارک ټايمز په دې مقاله کې ليکلي چې دا راپور يوه ورځ وروسته له هغه خپور شو چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نيکولسن د افغان ځواکونو د پرمختګ په اړه يوه ارزونه خپره کړه او ویې ویل چې طالبان د افغانستان جګړه نشي ګټلای.

د ملګرو ملتونو راپور بیا پر دې تمرکز کړی چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پر ملکيانو قصدي حملې زیاتې شوي دي.

د مقالې په وينا، د دې حملو هدف دا و چې د خلکو باور پر افغان حکومت کم کړي.

مقاله د ملګرو ملتونو راپور ته په اشارې وايي چې په ۲۰۱۶میلادي کال د ملکي تلفاتو شمېر تر بل هر وخت ډېر شوی و. خو په ۲۰۱۷میلادي کال کې د تلفاتو شمېر نهه فيصده کم و.

خو راپور دې خبرې ته اشاره کوي چې د طالبانو او داعش سخت دريځو پر وړاندې د هوايي بمباريو له کبله، د ملکي تلفاتو شمېر بيا زیات شوی دی.

انډپنډنټ:

د برېتانیې چاپ انډپنډنټ ورځپاڼې هغه څه ته کتلي چې له امریکايانو سره د طالبانو خبرو ته چمتووالی بلل کېږي.

د طالبانو ډلې په يوه پرانېستي لیک کې په دې اړه چمتووالی ښودلی دی.

انډپنډنټ د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې د جنورۍ په لومړۍ نېټه یې کړې وې، ده ويلي وو چې له طالبانو سره مذاکراتو ته چمتو نه دی.

ډونالد ټرمپ زیاته کړې وه چې طالبان بې ګناه خلک وژني او نه غواړي د وژنو په جريان کې له طالبانو سره مذاکرات وکړي.

د ورځپاڼې په وينا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا خبره په يوه اعلاميه کې تکرار کړې ده.

انډپنډنټ ورځپاڼې د اعلاميې له قوله ليکلي:

"موږ به هغه مهال ومنو چې طالبان د سولې مذاکراتو ته چمتو دي چې هغوی د افغانستان له منتخب حکومت سره خبرو ته لېوالتيا وښيي او خپله د تاوتريخوالي وحشيانه مبارزه پای ته ورسوي."

د ورځپاڼې په وينا، د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي

"د طالبانو اعلامیه د سولې د مذاکراتو برخه جوړېدو ته د دوی لېوالتيا نه ښيي، بلکې په کابل کې د طالبانو وروستۍ ترورېستي حملو غږ تر دغو خبرو لوړ دی.

طالبانو په دې پرانېستي ليک کې د امریکا له خلکو او کانګرسه هم غوښتي چې له خپله دولته وغواړي چې له افغانستانه ووځي.

XS
SM
MD
LG