په کلیو او لیرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو فعالیت څه ګټې لري؟
د یو کلي زر غږونو ډرامې په دې برخه کې اورئ چې کلي ته یو روغتیايي ټیم ورغلی او خلک په دې پوهوي چې کورنۍ او میندې خپل ماشومان له ناروغیو څخه څنګه ژغورلای شي؟
رښتیا هم د روغتیا پاله ټيمونو او روغتیايي مرکزونو فعالیت څومره مهم دی؟
د ډرامې تر څنګ درته نن پنجشنبه په دې اړه ځانګړی بحث هم لرو.
په خپرونه کې په کابل کې د سخا په نوم د یوه خصوصي روغتون له مشر ډاکتر یونس سره خبرې کوو او د روغتیايي مرکزونو د اړتیاوو په اړه ستاسې نظرونه خپروو.
ډرامه او دا خپرونه نن غرمه ۱۲:۳۰ بجې خپرېږي او تاسې کولای شئ سر له اوسه ورته په ۰۷۹۶۰۶۱۰۶۱ شمېره غږیز پیغامونه راولېږئ: