د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

واشنګټن پوسټ: افغان او طالب چارواکو د شخړو د یوې لړۍ سربېره خبرې کړي


Generic – Detail of a pile of international
Generic – Detail of a pile of international

واشنګتن پوسټ:

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې چې «افغان او طالب چارواکو د شخړو د یوې لړۍ سربېره خبرې سره کړې دي.»

د ورځپاڼې په وینا، افغان چارواکو په ټول افغانستان کې د یوې میاشتې مخکې خونړیو پېښو وروسته چې تر دوه سوه ډېر کسان پکې ووژل شول، له طالبانو سره دوه ځله خبرې کړې دي.

په دې ترڅ کې د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه غړي عبدالحکیم مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست او امنیت شورا له طالبانو سره په تماس کې دي، خو ښاغلي مجاهد په دې برخه کې د چا نوم وانه خیست.

واشنګتن پوسټ بیا د امریکا د سولې په انسټيټیوټ کې د اسیا د برخې د مرستیال اندریو ویلدر خبره رااخیستې ده چې وایي، په کابل کې څو تنه له طالبانو سره په تماس کې دي، خو د ده په وینا، دا هڅې په همغږۍ مخته نه دې تللي، ترڅو خپلو ټاکلو هدفونو ته ورسېږي.

بل لور ته په طالبانو کې پخواني دوهم پرنفوذه شخص اغا جان معتصم وړاندیز کړی چې دی دې ته چمتو دی چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د یوه پله په حیث منځګړیتوب وکړي.

واشنګتن پوسټ د معتصم دا خبرې خپرې کړې دي چې وایي، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ستراتیژي چې تر ډېره په طالبانو باندې پر پوځي فشار اتکا کوي، ښایي دغه ډله د خبرو تر میز د ځانمرګو بریدونو خواته ډېره وهڅوي.

نيشنل انټرسټ:

نيشنل انټرسټ خپرونه بیا لیکي چې طالبان له سولې سره دلچسپي نه لري.

نيشنل انټرسټ د جاوید احمد په نوم د یوه کتونکي مقاله خپره کړې، په دې مقاله کې د کابل وروستیو بریدونو ته اشاره شوې ده چې د محدود شمېر بهرنیانو په ګډون پکې ۱۵۰ تنه افغانان ووژل شول.

په دې مقاله کې راغلې چې په افغانستان کې د شخړو دا بهیر په یو ډول د امریکا نوې ستراتیژۍ ته د پاکستان ځواب دی او د افغانستان لپاره د استخباراتو پر ناکامۍ دلالت کوي.

د مقالې لیکوال وړاندې اداري فساد ته اشاره کوي، د افغان ځواکونو د کمزوریو مثالونه راوړي او لیکي چې په ورته وخت کې د افغانستان سیاسي مافیا، زورواکان او د استخباراتو پخواني چارواکي په امنیتي چارو کې مداخله کوي.

په مقاله کې بیا د افغان جګپوړو چارواکو په وینا لیکل شوې دي چې له طالبانو سره په ګڼو مواردو کې د افغان دولت له دننه د امنیتي او ملکي چارواکو له لورې اطلاعات شریک شوې دي.

نيشنل انټرسټ لیکي، د اوس لپاره داسې ښکارې چې طالبان سوله نه کوي او د افغانستان جګړه تر ډېره د استخباراتو جګړه ده.

په مقاله کې وړاندې دا وړاندیز شوی دی چې د افغانستان د استخباراتو په برخه کې په کابل او ولایتونو کې جدي اصلاحاتو ته اړتیا شته، په ځانګړي ډول د استخدام د پروسې په برخه کې او پکار دي چې لږ تر لږه ۵۰ په سلو کې باید له دفاع وزارت څخه خلک استخدام شي.

نيشنل انټرسټ بیا لیکي چې د ملي امنیت د شورا تر چوکاټ لاندې پکار ده چې د استخباراتو او د ترورېزم ضد هڅو جدي څارنه وشي.

XS
SM
MD
LG