افغانستان
سره میاشت سل افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لېږي
د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وایي، سبا چهارشنبه به نېږدې سل ناروغ ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته واستوي.
د دغې ټولنې سرپرست میرویس اکرم په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې ۹۹ هغه ماشومان چې سخت سوځېدلي یا د هډوکو ناروغي لري او په افغانستان کې یې د درملنې امکانات نشته، د جرمني د «دهکده صلح» د ټولنې په مرسته جرمني ته استول کېږي.
د اکرم په وینا، له ۳۰ کلونو راهیسې د دغې جرمنۍ مرستندویې ټولنې په مرسته شااوخوا څلور زره افغان ماشومان جرمني ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
راتلونکې دوشنبې په افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیلیږي.
د راتلونکې دوشنبې په ورځ د وږي په ۳۰ له جنوبي حوزې پرته د افغانستان په نورو ټولو ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو د واکسین نوی کمپاین پیلیږي. له پولیو پاک افغانستان بنسټ د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۲۵ پر خپله ایکسپاڼه د دې کمپاین د پیلیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په جنوبي حوزه کې به له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو دغه کمپاین د سې شنبې په ورځ پیل شي. دغه بنسټ ندي ویلي چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به څومره ماشومان واکسین شي خو په مخکینیو دا ډول عمومي کمپاینونو کې یې شمیرشاوخوا لس ملیونه ښودل شوی. د پولیو دغه کمپاین داسې مهال پیلیږي چې تیره اونۍ په افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو مثبتو پیښو د ثبتیدو خبر ورکړل شو. په دغو نویو پیښو سره په افغانستان کې د روان کال له پیل راهیسې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۲۳ ته ورسید. پولیو یا ګوزڼ درملنه نه لري او یوازې په واکسین یې مخنیوی کیدای شي.
هند له افغانستان سره د کرکټ د شل اوره لوبو د لړۍ دوهمه لوبه هم وګټله
افغانستان تیرماښام د شل اوریزو لوبلړۍ دوهمه لوبه هم هند ته وبایلله.
افغانستان د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره هند ته د ۱۶۰ منډو هدف ټاکلی وچې هندي لوبډلې هغه په ۱۵ اورکې د درې لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ. تردې مخکې هم په لومړۍ لوبه کې هند افغانستان ته په اوو ویکټو ماته ورکړې وه.
ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ د دې لړۍ وروستۍ لوبه سبا پنجشنبې ترسره شي. افغانستان په هند کې د دغو لوبو کوربتوب کوي.
اوچا: له پاکستانه نوي راستانه شوي افغانان سختو شرایطو کې ژوند کوي
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، له پاکستانه نوي راستانه شوي په سختو شرایطو کې ژوند کوي او مرستندویان باید د هغو پروګرامونو ملاتړ وکړي چې د دغو کسانو پر لاسنیوي متمرکز دي.
په هغې وېډیو کې چې د اوچا د دفتر مشرې امي مارټین د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په دامان سیمه کې له یو شمېر مېشت شویو څخه د خپلې کتنې په اړه د سې شنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه کې خپره کړې وایي چې دغه راستانه شوي د شاوخوا شپږو میاشتو په تېرېدو سره لاهم په سخت وضعیت کې دي.
د هغې په خبره دوی ځمکې ته لاسرسی نهلري، اسناد نهلري چې خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي او نه هم کاري فرصتونو ته لاسرسی لري.
نوموړې له مرستندویانو او مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل چې د ژمي په درشل کې چې ورته څو میاشتې پاتې دي د دغو زیانګالو کسانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره زیاتې مرستې وکړي.
اوچا د دوشنبې په ورځ ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې له نیم میلیون زیات کسان له پاکستانه د تورخم پر دروازه راوښتي چې ۴۰ سلنهیې په ننګرهار ولایت کې مېشت شوي دي.
د احصائیې او معلوماتو اداره: د افغانستان څه باندې ۹۰ سلنه سړکونه خامه دي
د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصائیې او معلوماتو ملي اداره وایي، په افغانستان کې د ټولو غځېدلو سړکونو او لارو څه باندې ۹۰ سلنهیې خام دي.
دغې ادارې د سې شنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د هغې سروې له مخې چې د دې ادارې لهخوا د لومړي ځل لپاره د افغانستان د سړکونو د شبکې په اړه ترسره شوې، په دې هېواد کې ۲۴۵ زره او ۷۲ کیلومتره سړکونه غځېدلي دي.
د دې ادارې په خبره د دغو سړکونو ۱۸ زره او ۲۴۱ کیلومترهیې پاخه او نور ۲۲۶ زره او ۸۳۱ کیلومترهیې خام دي.
دې ادارې ویلي چې دغه سروې یې د ټولګټو او د کلیو او بیارغونې د وزارتونو او د اوپن سټریټ مپ، (د معلوماتو د ثبت نړیوال پلاټفورم) او د سپوږمکیو په وسیله د اخیستل شویو تصویرونو په اساس ترسره کړې ده.
د دغې سروې له مخې تر ټولو ډېر پاخه شوي سړکونه په کابل پورې تړلي او نورستان هم هغه ولایت بلل شوی چې تر ټولو لږ پاخه سړکونه لري چې اوږدوالی یې یوازې ۱۲ کیلومترو ته رسېږي.
د سند عالي محکمې په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه ځنډولې
د پاکستان د سند ایالت عالي محکمې په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه د سپټمبر تر ۲۹مې ځنډولې.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دې محکمې په کراچۍ او نورو ښارونو کې د افغان محصلینو د عریضو په بنسټ دا پرېکړه کړې ده.
د لاهور عالي محکمې هم د سپټمبر په لسمه له طبي پوهنتونو او کالجونو د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه ځنډولې.
د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د سپټمبر په لومړۍ په پاکستان کې ټولو هغو افغان محصلانو ته د وتلو امر کړی چې په طبي زده کړو بوخت دي.
د راپورونو په اساس د ۳۵۰ نجونو په ګډون لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه افغان محصلین دمګړۍ د پاکستان د طب او ستوماتولوژۍ په پوهنتونو او کالجونو کې په زده کړو بوخت دي.
نن ماښام د افغانستان او هند دویمه شل اووریزه لوبه؛ هند لومړۍ ګټلې
افغانستان او هند د کرکټ ملي ټیمونه به نن ماښام خپله دویمه شل اوریزه لوبه وکړي.
دا لوبه د نوې ډهلي په ارون جيټلي سټډیوم کې ماښام شپږ نیمې پیلیږي.
افغان ټیم په لومړۍ لوبه کې یکشنبه ماښام له هنده ماته خوړلې وه.
په هغې لوبه کې افغان لوبغاړو د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه خو هند بیا یواځې د درېو ویکټو په تاوان په ۱۴م اوور کې پوره کړ.
دا لوبې که څه هم هند کې کېږي خو کوربه توب یې د افغانستان په غاړه دی.
د ایران سراوان ته نږدې ۱۷ افغان کډوال د تندې او ګرمۍ له لاسه مړه شوي
د ایران د بشري حقونو یوه سازمان "حالوش" (Haalvash) ویلي چې لږ تر لږه ۱۷ افغانان سراوان ته نږدې په یوه سرحدي سیمه کې د زیاتې تندې له لاسه مړه شوي.
دغه سازمان په یوه بیان کې یکشنبه ویلي چې دا پېښه د وږي په ۱۹مه تېره پنجشنبه شوې او د دغو خلکو جسدونه د خاش سیمې سردخانې ته لیږدول شوي.
په مړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
طالب او ایراني چارواکو لا د دې پېښې په تړاو رسماً څه نه دي ویلي.
ازادي راډیو په خپلواکه توګه په دې اړه خپرې شوې ویډیوګانې نه شي تاییدولی.
د افغانستان او ایران په سرحدي سیمو کې اکثر افغان کډوال په قاچاقي او خطرناکو لارو ایران ته اوړي چې کله ناکله له داسې مرګونو پېښو سره مخ کېږي.
تېره جولای میاشت هم د نیمروز ولایت په مارګو دښته کې د لږ تر لږه ۱۴ هغو افغانانو مړي وموندل شول چې ایران ته په قاچاقي لارو تلل او په دښته کې ورک شوي وو.
له لومړۍ ماتې وروسته افغانستان نن بیا د هند پر وړاندې لوبېږي
د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې نن سې شنبه د ۲۰ اوریزو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه ترسره کوي.
دا لوبه د کابل په وخت د ماښام په ۶ نیمو بجو پیلېږي.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه وړمه ورځ هند ته د اوو وېکټو په توپیر وبایلله.
افغانستان د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې کړې وې او هند د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۴ اور کې ټاکلی هدف پوره کړ.
د افغانستان په کوربهتوب دغه لوبې د نوې ډېلي په ارون جیټلي لوبغالي کې ترسره کېږي چې درېیمه او وروستۍ یې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د «وږې په ۲۶مه» پلان شوې ده.
دا لومړی ځل دی چې هند په خپله خاوره کې د یوې لوبډلې په کوربهتوب لوبې کوي.
تر دې مخکې ډېر ځلې افغانستان په متحده عربي اماراتو کې د هېوادونو له لوبډلو سره د لوبو کوربهتوب کړی دی.
۳۲ افغان ورزشکاران د جاپان د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبو کې ګډون کوي
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې تأیید کړې چې د افغانستان له دننه څخه یو ورزشي کاروان به د ۲۰۲۶ کال په اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره جاپان ته لاړ شي.
د دې کمېټې سرپرست محمد باور هوتک له کورنیو رسنیو سره په خبرو کې دا موضوع تأیید کړې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون راپور ورکړی چې د افغانستان ۳۲ ورزشکاران به د هېواد له دننه څخه په نهو ورزشي څانګو کې په دغو سیالیو کې ګډون وکړي.
په همدې حال کې، د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون ویلي چې د دې برخې د ملي لوبډلې غړي د اسیايي لوبو د ګډون لپاره جاپان ته روان شوي دي.
د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبې به د سپټمبر په ۱۹مه د جاپان په ایچي او ناګویا ښارونو کې پیل شي او د اسیا له لسګونو هېوادونو څخه به زرګونه لوبغاړي پهکې سیالي وکړي.
سبا ماښام د هند او افغانستان دویمه شل اووریزه لوبه کېږي
د افغانستان او هند د کرکټ ملي ټیمونه به سه شنبه ماښام خپله دویمه شل اوریزه لوبه وکړي.
افغان ټیم په لومړۍ لوبه کې یکشنبه ماښام له هنده ماته ومنله.
دا لوبه چې په نوې ډهلي کې وشوه افغان لوبغاړو د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه خو دفاع یې ونه کړای شوه او هند په ۱۴ اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو هدف ته ورسېد.
د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي ۶۴ او محمد نبي ۳۳ منډې وکړې خو نور اکثر لوبغاړي په ډېرو کمو منډو اوټ شول.
د هند پیلیز لوبغاړي ابیشک شرما بیا په ۳۲ توپونو ۸۲ چټکې منډې وکړې.