په نورستان ولایت کې د معتادينو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي، له دې امله تېر کال ولسمشر غني د افسۍ کلي له خلکو سره ژمنه وکړه چې د معتادینو د درملنې لپاره به کلینیک ورته جوړوي.
- دا چې د کلینیک د جوړېدو چارې تر کومه ځایه رسېدلي؟
- په دې ولایت کې د کوکنارو کښت څنګه دی او د نشهيي موادو کارخانې په کوم حالت کې دي؟
په دې اړه د ازادي راډیو خبریال محمد ایاز ترنک د دې ولایت له والي حافظ عبدالقیوم سره مرکه کړې او په پیل کې یې ځینې پوښتلي چې نورستان ته نشهيي مواد له کومو لارو راځي؟