د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۱۳

چارواکي: په ارزګان کې ۱۸ وسله‌وال طالبان او ۳ ملکیان وژل شوي


د ارزګان ولایت سیمه‌ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د عملیاتو پر مهال ۱۸ وسله‌وال طالبان او درې ملکیان وژل شوي او یو شمېر وسله‌وال طالبان ټپیان شوي دي.

په دغه ولایت کې د ملي پولیسو د لومړي عملیاتي کنډک قوماندان دوهم څارن ملک زین‌الله نن چهار شنبه ازادي راډيو ته وویل چې د افغان ګډو ځواکونو له‌خوا دغه پوځي عملیات‌يې له تېرې ورځې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ اړوند خانکه سیمه کې پیل کړي چې پر مهال‌یې ۲ کېلو متره سیمه هم له وسله‌والو طالبانو تصفیه کړې ده.

نوموړی وايي چې په یادو عملیاتو کې افغان سرتېرو ته کوم زیان نه‌دی اوښتی.

ښاغلي زین‌الله دغه‌راز وویل چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو د مرکز ترینکوټ اړوند صد مردي سیمه کې وسله‌والو طالبانو درې ملکي کسان په ډزو وژلي.

نوموړی وايي چې په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه، یو سپين ږیری او یو ځوان شامل دي، خو دا يې ونه‌ویل چې دغه ملکي کسان ولې وسله‌والو طالبانو وژلي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د ځايي چارواکو په خبره چې دا عملیات لاهم په یاده سیمه کې روان دي.

XS
SM
MD
LG