د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

د پرله‌پسې زيږون زیانونه!


زموږ د ټولنې لوی اکثریت دا وايي چې ډېر اولادونه د زړښت لکړه وي، خو دې ته‌یې پام نه‌وي چې د مور، پلار د ډېرو رواني، صحي او ټولنیزو ستونزو لامل همدا زیات اولادونه وي، ځکه د افغانستان ډېری خلک کم عاید لري او د ژوند مادي خوا تر دې اندازې نه‌شي لوړولی چې مور او ماشوم ته هغه خواړه برابر کړي چې د بدن ضرورت‌یې وي.

له بل‌خوا د اولادونو د زده‌کړې مسئله هم تر ډېره نیمګړې وي، که په یوه کور کې کوچنیان کم وي، نو ښايي په اسانۍ سره ورته د زده‌کړې او لوبو چاپېریال برابر کړای شي او که زیات وي، نو دا چاره هم ستونزمنېږي.

د کابل اوسېدونکې زهرا یوه داسې مور ده چې اته ماشومان‌یې پرله‌پسې زېږولي.

نوموړې وایي چې له یوې خوا بې‌وزلۍ او له بله پلوه ډېرو ماشومانو ورته رواني، عصبي او بدني ناروغۍ پېدا کړي دي.

د پرله‌پسې زېږون که له یوې خوا ښځې ته صحي زیان دی له بله پلوه د کورنۍ مشر ته په اقتصادي تاوان هم تمامېږي.

د کور کلي دا اوونیز پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:13 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG