د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۷ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۵۹

ځایي چارواکي: په ايټالیا کې ۴ بهرني اتباع په ډزو ټپیان شوي


د ایټالیا د ماسیراتا ښار چارواکي وایي، دغلته څلور بهرني اتباع په ډزو ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي، یو مشکوک کس په دې تړاو نیول شوی دی.

د ایټالیا دولتي ټلویزیون ویلي چې مشکوک یو سپین پوستی ایټالیایي وګړی دی چې د راپورونو له مخې، د نیول کېدو پر مهال یې د ایټالیا بیرغ پر غاړه تاو کړی و.

پولیس وایي چې په نښه شوي کسان ټول بهرني دي چې سیمه ییزې رسنۍ یې افریقایي کډوال بولي.

راپورونه وایي، دا ډزې د ښار په څو برخو کې شوي دي.

ددغه ښار ښاروال د ټوېټر له لارې له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې و اوسېږي.

XS
SM
MD
LG