هوابازه افغان مېرمن چې له ۵۰۰ څخه ډېر ازاد جمپونهیې ترسره کړي.
افغان پراشوټېسټې جنرال خاټول د کمانډو په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې نظامي تحصیلات کړي او د تېرو څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې پوځي خدمت کوي.
هغې په دې موده کې ۴۰ مډالونه اخیستي او د ګڼو خلکو پاملرنهیې جذب کړې ده.
نوموړې څنګه دې ځای ته ورسېده او چا ورسره مرسته کړې ده؟
دا او د جنرال خاټول د ژوند په اړه ډېر نور څه د مخکښې ښځې په خپرونه کې واورئ.
دا خپرونه د ازادي راډیو خبریال یوسف خان ځدراڼ چمتو کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلای شئ: