د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۳ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۱۸

د پاکستان کُرمه اېجنسۍ کې بم چاودنې د یوې کورنۍ ۶ غړي ووژل


پاکستاني چارواکي وایي، د افغانستان پولې ته څېرمه کُرمه اېجنسۍ کې نن پر یوه موټر د سړک د غاړې بم چاودنه کې د یوې کورنۍ لږ تر لږه شپږ غړي ووژل شول.

د اکبر افتخار په نوم یوه سیمه‎ییز چارواکي وویل، دغه پېښه په کُرمه قبایلي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د دغې کورنۍ د سپرلۍ پر موټر د سړک د غاړې بم وچاودېد.

ویل شوي دغې کورنۍ غوښتل په سیمه کې په یوې جنازې کې ګډون وکړي.

افتخار وویل، درې ښځې او درې سړیان ځای پر ځای ووژل شول او زیاته‌یې کړه دا نه‎ده روښانه چې دا یو ماین و، که په سړک کې خښ شوی بم.

تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دې پېښې مسؤلیت پر غاړه نه‎دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG