د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۷ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۴۴

په کابل کې نن دوشنبه عمومي رخصتي ده


په کابل کې نن دوشنبه عمومي رخصتي ده.

د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو حملو په اړه له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د کابل د حملې د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته د رسیدګي لپاره به نن په کابل کې عمومي رخصتي وي او بل سبا یعنې د سې شنبې په ورځ به هم په ټول هېواد کې د وروستیو ترورېستي پېښو د شهیدانو روح ته د دعا په خاطر په جوماتونو کې ختمونه کېږي.

پرون د دغو حملو له ویرجنو کورنیو سره د غم‎شریکۍ او هغوی ته د درناوي په خاطر په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان شوی و.

د کابل په صدارت څلورلاري کې د شنبې د ورځې په ځان‎وژونکي برید کې چې د یوه امبولانس په واسطه وشو او مسؤلیت‌یې وسله‎والو طالبانو په غاړه اخیستی، د افغان چارواکو په وینا ۱۰۳ تنه وژل شوي او ۲۳۵ نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG