د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۰۴

په چک جمهوريت کې د جمهوري رياست دوهم ځلي انتخابات پیل شوي


په چک جمهوريت کې نن جمعه رأيه ورکوونکي د جمهوري رياست په دوهم ځلي انتخاباتو کې چې دوه ورځې به دوام کوي، خپلې رأيې کاروي.

دغو انتخاباتو ته اروپا پلوه کانديد يژي دراهوش او برحال ولسمشر پخوانى کمونست ميلوش زيمان ولاړ دي.

په اروپايي ټولنه او د ناټو په غړو هېوادونو کې نظرپوښتنې ښيي چې د دواړو کانديدانو ترمنځ به سخته سيالي روانه وي.

دغه انتخابات به چې نن جمعه پيل شوي، سبا شنبه پر ځايي وخت ماسپښين دوه بجې پاى ته رسېږي.

د نظرپوښتنو له مخې، زيمان به ٤٥ اعشاريه پنځه فيصده او دراهوش به ٤٥ فيصده رأيې خپلې کړي.

۷۳ کلن زيمان د جمهوري رياست مقام ته چې تر ډېره تشريفاتي بڼه لري، په ٢٠١٣میلادي کال کې ورسېد.

XS
SM
MD
LG