د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۰۱

اوکراین یو روسی وګړی په ۱۰ کاله بند محکوم کړ


يو روسى وګړى چې د اوکراين په ختيځ لوهانسک سيمه کې د اوکرايني ځواکونو له خوا نيول شوى و، په ۱۰ کاله بند محکوم شو.

په سيمه کې يوې محکمې پرون پنجشنبه ويکټور اګييف په ټرورېزم او د غيرقانوني وسلو په درلودلو محکوم کړ.

د دغه روسي وګړي مدافع وکيل هم نن جمعه په فیسبوک کې دا خبر ورکړى دى.

د اوکراين چارواکو پرون ناوخته وويل چې نيول شوی وګړی د هغو جنګي عملياتو پر مهال نيول شوى چې په نتيجه کې يې دوه روس پلوه بيلتون غوښتونکي او يو روسى پوځي افسر وژل شوى دى.

تر نيول کېدو څو ورځې وروسته اګييف په يوه ټلويزيوني بيان کې وويل چې د روسيې په پوځ کې يې د قراداد پر اساس خدمت کاوه چې ونيول شو.

د روسيې دفاع وزارت دا نه مني چې اګييف د نيول کېدو پر وخت د دوى فعال پوځي و.

XS
SM
MD
LG