د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۴۳

افغانستان

دفاع وزارت: په تېرو ٢٤ ساعتو کې د دولت ٢٦ مخالف وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ٢٦ مخالف وسله وال وژل شوي دي.

دغه وزارت ويلي چې د دغو عملياتو په نتيجه کې چې په بېلابېلو ولايتونو کې شوي، ٢٩ نور وسله وال ټپيان شوي او ٥ مشکوک کسان نيول شوي دي.

دفاع وزارت وايي، په وژل شويو وسله والو کې د هغوى ٢ سيمه ييز قوماندان هم شامل دي.

دغه وزارت نن جمعه په يوه اعلاميه کې ويلي چې دا پوځي عمليات په ننګرهار، غزني، ارزګان، زابل، فراه، فارياب، بغلان، نيمروز او هلمند ولايتونو کې شوي دي.

په دې موده کې د دولت د مخالفو وسله والو د ځينو مرکزونو، وسلو او مهماتو د له منځه تللو خبر هم ورکړل شوى دى.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

يونېسف: پنځه‌ نيم لکه افغان ماشومانو ته مو د زده‌کړو خدمتونه رسولي

ارشيف: په هلمند کې د يوه ښوونځي زده کوونکي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق يا یونېسف وایي، په تېره اپرېل میاشت کې یې څه باندې پنځه‌ نیم لکه افغان ماشومانو ته د زده‌کړو خدمتونه رسولي دي.

یونېسف دا خبره د ۲۰۲۳م کال په څلورم نمبر میاشتني راپور کې چې تازه خپور شوی کړې او لیکلي یې دي، د دغه شمېر ماشومانو ۵۹ فیصده یې وړې نجونې دي.

په راپور کې راغلي، د زده‌کړو دغه خدمتونه په دېرشو ولایتونو کې د نږدې ۱۸ زره ټولنیزو ټولګیو له‌خوا، چې یونېسف یې ملاتړ کوي، وړاندې شوي دي.

طالبانو د روان لمریز کال په لومړیو کې په کندهار او هلمند کې د یونېسف د سلګونه محلي ټولګیو د ځنډولو پرېکړه وکړه.

یونېسف داسې مهال ماشومانو ته د زده‌کړو رسولو هڅه کوي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي او د هغوی پوهنتونونه تړلي دي.

طالبانو په لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو رسولو لپاره تړونونه لاسلیک کړي

دا تړونونه پرون په ارګ کې د طالبانو د رییس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې د دوی د مخابراتو د وزیر او د ایم‌ټي‌این او افغان بيسیم شرکتونو تر منځ لاسلیک شوي.

د طالبانو حکومت د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د رسولو لپاره د ۳۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک کړي

دا تړونونه پرون په ارګ کې د طالبانو د رییس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې د دوی د مخابراتو د وزیر او د ایم‌ټي‌این او افغان بيسیم شرکتونو تر منځ لاسلیک شوي.

د تړونونو له مخې به افغان بیسیم او ایم‌ټي‌این مخابراتي شرکتونه د کندهار، نورستان، بدخشان، ارزګان، زابل، کنړ، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د ۳۳ سایټونو د جوړېدو له لارې په هغو لرې پرتو سیمو کې چې خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري؛ مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي.

ملا برادر د دغو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې ویلي چې حکومت یې په ټول توان هڅه کوي د نورو برخو تر څنګ په ښه او لوړ کیفیت خلکو ته مخابراتي خدمتونه هم وړاندې کړي.

د طالبانو حکومت داسې وخت په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د رسولو په هدف تړونونه لاسلیک کړي چې د جمهوري نظام پر مهال په اکثرو هغو سیمو کې چې جګړې روانې وې یا د طالبانو تر کنټرول لاندې وې د مخابراتي شبکو ستنې ماتېدې یا محدود فعالیت یې درلود.

د 'یو این ډي پي' نوی استازی: د افغانانو د هوساينې لپاره هڅې کوو

تصویر آرشیف: بیرق سازمان ملل

د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام یا 'یو این ډي پي' نوی استازی سټیفن روډریکوز وايي، بنسټیزو بشري خدمتونو ته د لاسرسي برابرول، د ښځینه متشبثینو ملاتړ او د میلیونونو افغانانو د ژوند د هوساینې لپاره هڅې کوي.

نوموړي پرون یکشنبه په خپل ټوېټر اکاونټ کې زیاته کړه چې دا خدمتونه د افغانانو لپاره خورا حیاتي دي او دی به یې د خپلو ملي او نړیوالو همکارانو ترڅنګ په مسوولیت او عزم سره ترسره کړي.

هغه د دې اوونۍ په پیل کې د 'یو این ډي پي' مشري په غاړه اخیستې.

سټیفن روډریکوز چې د جامایکا تبعه دی، تر دې مخکې په لایبریا کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یا یو این ډي پي د استازولۍ مشر وو.

'آی او ایم' له ۲۰۰ زياتو زيانمن شويو کورنيو سره مرستې کړي

ارشیف: پکتیا کې د تېر کال د زلزلې له کبله یوې کورنۍ ته د اوښتو زیانونو انځور

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا آی او ایم وايي، له دوه سوه زیاتو کورنیو سره یې نغدي مرسته کړې چې د طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوي کورونه ترمیم کړي.

آی او ایم پرون په یوه ټویټ کې وویل چې دوی په بلخ کې له ۲۲۹ کورنیو سره مرسته کړې ده.

د دې ټویټ په دوام، د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې، دوی ژمن دي چې په ټول افغانستان کې د ډېرو زیانمنو خلکو لپاره د سرپناه جوړولو په برخه کې مرستو ته دوام ورکړي.

تر دې مخکې د کډوالۍ نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې د باران موسم له پیل سره به د افغانستان په ډېرو سیمو کې سیلابونه او د ځمکې ښویېدنې پېښې رامنځته شي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې طبیعي پېښو یو شمېر کسان وژلي او بې کوره کړي دي.

کرکټ؛ سریلانکا د ۱۳۲ منډو په توپير افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان او سریلانکا له لوبو یو انځور

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې په دویمې یو ورځنۍ سیالۍ کې خپل مېلمه افغانستان ته د ۱۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې نن یکشنبه د جون ۴مه د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې ترسره شوه، افغان لوبډلې پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

کوربه لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۳۲۳ منډې جوړې کړې.

سریلانکا ته کوسال مینډس ۷۸ او کرانورتنې ۵۱ منډې جوړې کړې.

په افغان توپ اچونکو کې بیا فریداحمد او محمدنبي ۲ـ۲، مجیب الرحمن او نوراحمد یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

افغانستان د ورکړل شول هدف په دوام د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۳ اورونو کې ۱۹۱ منډې جوړې کړې.

په دې سیالۍ کې ابراهیم ځدراڼ او حشمت الله شهيدي نیمه سلیزې ووهلې.

د سریلانکا دننجایا دیسیلوا د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو، هغه ۲۹ ناسوځېدلې منډې کړې وې او ۳ مهمې ویکټې یې اخستې وې.

افغان لوبډلې بیا په لومړۍ ځل سیالۍ کې یاد هېواد ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړې وه.

په دې سره به د دې لوبلړۍ د ګټونکي پرېکړه په وروستۍ سیالۍ کې کېږي، چې د روانې جون میاشتې په ۷مه نېټه به ترسره شي.

دوحه کې د افغانستان او پاکستان د پولیو د له منځه وړلو پر پروګرام د غونډې وروستۍ ورځ

د دوحې یوه څنډه

نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو له منځه وړلو پر پروګرام د رابلل شوې مشورتي غونډې وروستۍ ورځ ده.

'د پولیو اړونده د تخنیکي مشورتي ډلې یا /TAG ناستې' په نوم دغه څلور-ورځنۍ غونډه د پنج شنبې په ورځ پیل شوې ده.

په افغانستان کې د یونیسف پولیو له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو مسوول سید کمال شاه چې په دې مشورتي غونډه کې ګډون لري، ازادۍ راډیو ته وویل: "د جون میاشتې څلورمه نېټه به د دې غونډې وروستۍ ورځ وي، چې په هغه ورځ به ټګ یا تخینګي مشورتي ډله خپلې سپارښتنې افغانستان او پاکستان ته وړاندې کړي، تر څو تر دې وروسته د دغو هېوادونو د پولیو له منځه وړلو پروګرام د دغو سپارښتنو په رڼا کې مخ ته لاړ شي."

دا غونډه داسې وخت جوړېږي، چې همدا تېره اوونۍ په ننګرهار کې د ګوزڼ څلورمه مثبته پېښه هم ثبت شوه.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې د ماشومانو ګوزڼ لا هم په کې په بشپړ ډول ختم شوی نه دی.

کرکټ؛ سریلانکا افغانستان ته په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۳۲۴ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او سریلانکا کرکټ لوبډلو ترمنځ د لوبې یو انځور

سریلانکا افغانستان ته د کرکټ په نننۍ پنځوس اووره یا یو ورځنۍ مسابقه کې د ۳۲۴ منډو هدف وټاکه.

په هامبان­ټوټا میدان کې د دې لوبې پچه یا ټاس سریلانکا وګاټه او د بېټېنګ کولو پرېکړه یې وکړه، چې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۳۲۳ منډې وکړې.

افغانستان وتوانېد تېره جمعه په خپله لومړۍ مسابقه کې دغه هېواد ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړي.

دواړه هېوادونه به د راروانې چهارشنبې په ورځ خپله درېیمه یو ورځنۍ مسابقه هم وکړي.

که افغانستان یوه بله مسابقه هم وګټي د دې لوبلړۍ ګټونکی کېږي.

نن د افغانستان او سریلانکا کرکټ لوبډلو ترمنځ دویمه یو ورځنۍ سیالۍ ده

افغان لوبډله

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي ټیمونه نن په خپلو کې دویمه یو ورځنۍ یا پنځوس اووره مسابقه کوي.

دواړه ټیمونه به نن یکشنبه هامبان­توتا میدان کې د کابل پر وخت سهار اته نیمې بجې د مسابقې میدان ته وځي.

افغانستان وتوانېد تېره جمعه په خپله لومړۍ مسابقه کې دغه هېواد ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړي.

دواړه هېوادونه به د راروانې چهارشنبې په ورځ خپله درېیمه یو ورځنۍ مسابقه هم وکړي.

که افغانستان یوه بله مسابقه هم وګټي د دې لوبلړۍ ګټونکی کېږي.

په ایمرجنسي روغتون کې شپږاویازرم افغان ماشوم نړۍ ته سترګې پرانیستې

ارشیف

د ایمرجنسي روغتون وايي، پرون شپږاویازرم ماشوم هم د دوی په یوه روغتون کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې.

د ایمرجنسۍ روغتون مرکزي دفتر پرون په یوه ټویټ کې لیکلي چې دغه ماشوم د بي بي هاجرې په نوم د یوې ښځې اووم ماشوم و، چې د پنجشېر د عنابه ولسوالۍ په نسايي ولادي مرکز یې وزېږېد.

د دې روغتون په وینا، دغه مور له څو ورځو نه توانېدلې څه وخوري، چې د دوی مرکز ته تر رسېدو مخکې له ناروغۍ هم ځورېده.

د ایمرجنسۍ روغتونو مرکزي دفتر وايي، دا له ۲۰۰۳م کال راهیسې د دوی په مرکز کې شپږاویازرم ماشوم و، چې په خوندي ډول وزېږېد.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته د افغانستان روغتیايي نظام د سقوط له خطر سره مخامخ شوی دی.

په همدې حال کې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر ایلیو فیلیون پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې تېرکال د دې سازمان په ۷ مرکزونو کې د ۳زره ۷۱۵ هغو ماشومانو درملنه شوې چې د پښو سوء شکل یې درلود.

دوحه کې د افغانستان او پاکستان د پولیو د له منځه وړلو پر پروګرام غونډه روانه ده

د دوحې یوه څنډه

د قطر په پلازمېنه دوحه کې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو له منځه وړلو پر پروګرام مشورتي غونډه روانه ده.

'د پولیو اړونده د تخنیکي مشورتي ډلې یا / TAG ناستې' په نوم دغه څلورورځنۍ غونډه چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې، تر نن یکشنبې پورې دوام کوي.

په افغانستان کې د یونېسف پولیو له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو مسوول سید کمال شاه چې په دې مشورتي غونډه کې ګډون لري، پرون ازادۍ راډیو ته وویل: "د جون میاشتې څلورمه نېټه به د دې غونډې وروستۍ ورځ وي، چې په هغه ورځ به ټګ یا تخینګي مشورتي ډله خپلې سپارښتنې افغانستان او پاکستان ته وړاندې کړي، تر څو تر دې وروسته د دغو هېوادونو د پولیو له منځه وړلو پروګرام د دغو سپارښتنو په رڼا کې مخ ته لاړ شي."

دا غونډه داسې وخت جوړېږي، چې همدا تېره اوونۍ په ننګرهار کې د ګوزڼ څلورمه مثبته پېښه هم ثبت شوه.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې د ماشومانو ګوزڼ لا هم په کې په بشپړ ډول ختم شوی نه دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG