د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

نړیوالې ورځپاڼې د سیف د چلډرن پر دفتر د برید په اړه څه وایي؟


نړيوالو رسنيو په ننګرهار ولايت کې د کوچنیانو د ملاتړ ادارې پر دفتر خونړۍ حملې ته کتلي دي.

د برېتانيې چاپ ټایمز:

د برېتانيې چاپ ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د چهارشنبې د ورځې حمله دا پيغام رسوي چې په ننګرهار کې د تېر کال پر مهال د افغان او امریکايي ځواکونو د هوايي او ځمکني عملیاتو سربېره اسلامي دولت سخت دريځه ډله یو جدي تهديد دی.

ورځپاڼې په جلال اباد ښار کې د کوچنيانو د ملاتړ ادارې پر دفتر حمله ورانوونکې بللې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه، د دې ادارې له خدماتو څخه يو ميلیون او څلور لکه افغانانو ته ګټه رسېده.

وال سټريټ ژورنال:

د امریکا چاپ وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي، د کوچنیانو د ملاتړ ادارې يا سېف د چلډرن چې په ۱۹۷۶میلادي کال کې يې په افغانستان کې خپل فعالیت پيل کړی و، ويلي چې په دې هېواد کې د ۱۶ ولایتونو خلکو د دې ادارې له خدماتو ګټه پورته کوله.

نيوزويک:

د امریکا چاپ نيوزويک مجلې هم پر دې موضوع مقاله خپره کړې ده.

نيوزويک د دې سازمان له قوله لیکلي چې افغانستان د کوچنيانو او د بشري مرستندويو ادارو د کارکوونکو لپاره د نړۍ له ستونزمنو هېوادونو څخه يو دی.

مجلې لیکلي، د کوچنيانو د ملاتړ ادارې په معارف، تغذیې او امنيت په برخو کې کوچنیانو ته په افغانستان کې خدمات برابرول.

نيوزويک د دې دفتر پرېکړې ته هم اشاره کړې چې له مخې يې تر حملې وروسته په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.

خو د مجلۍ په وينا، د سېف د چلډرن چارواکو په یوه اعلامیه کې ويلي چې خپل فعالیتونه به هر څومره ژر چې امکان ولري، بېرته پيل کړي.

XS
SM
MD
LG