د افغانستان د امنیت په اړه په دې خپرونه کې بحث لرو.
د شنبې په شپه د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل په حمله کې چې د یکشنبې تر غرمې یې دوام وکړ، تر ۲۵ ډېر کسان ووژل شول چې یو شمېر یې بهرنیان وو.
تردې حملې دوې ورځې وروسته په جلال اباد ښار کې د ماشومانو د ملاتړ پر موسسې یا ( سېف د چلدرن) باندې برید وشو چې د برید کوونکو په ګډون نېږدې لس تنه پکې ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.
د ازادۍ په څپو کې دې پروګرام کې همدا موضوع له مېلمنو سره څېړو:
د افغانستان امنیتي ځواکونه څرنګه کولی شي چې په ښارونو کې د بریدونو مخه ونیسي.
روانه اوونۍ په کابل کې په انټرکانټیننټال هوټل حمله وشوه او تر دې برید وروسته په جلال اباد کې وسله والو پر یوې خیریه موسسې برید وکړ.