د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۶ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۲۵

لسګونه هېوادونه د کيمیاوي حملو د عاملینو په وړاندې نوي اقدامات پیلوي


د لسګونو هېوادونو چارواکي نن سې شنبه په پاریس کې په یوه غونډه کې د کيمیاوي حملو د عاملینو په وړاندې نوي اقدامات پیلوي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وویل، ۲۹ هېوادونه به هغه اقدامات تصویب کړي چې په ترڅ کې یې د کیمياوي وسلو د تولیدوونکو او کاروونکو په وړاندې د معافیت د ختمولو لپاره مبارزه کې همکاري پیاوړې کېږي.

د دغو نویو اقداماتو په ترڅ کې د معلوماتو راټولول او له یوبل سره د هغوی په شریکولو کې د اسانتیاوو رامنځته کول شامل دي، ترڅو د کیمياوي حملو له عاملینو سره د خپلو اعمالو په خاطر حساب کتاب وشي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وویل، د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه د معافیت په وړاندې د دغه نړیوال شراکت هدف دا نه دی چې هغه دې په دې برخه کې د موجوده نړیوال میکانیزم ځای ونیسي، یا دې په دې اړه څېړنې ترسره کړي، خو د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګې ریابکوف دغه نوی نوښت د کمیياوي وسلو د مخنیوي د سازمان په صلاحیتونو کې مستقیمه مداخله او د ملګروملتونو پرچوکاټ یوه ضربه وبلله.
لوېدیځ هېوادونه وایي، روسیې د کیمياوي حملو په خاطر د سوریې د ولسمشر بشارالاسد حکومت ته د نه سزا ورکولو لپاره له خپل نفوذ څخه کار اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG