د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۴ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۳۵

د امریکا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران پر ایران غږېږي


ایران به د امریکا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو د نننۍ کتنې د اجنډا په سر کې وي.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن اروپا ته د سفر په دوهمه ورځ نن په پاریس کې له خپل فرانسوي سیال ژان لودریان سره خبرې وکړي.

ټېلرسن پرون په لندن کې له خپل بریتانوي سیال او نورو چارواکو سره وکتل.

ټېلرسن په دې سفر کې تهران ته د سختې سزا ورکولو لپاره چې هغه به ښایي د نړۍ له قدرتونو سره د ایران له اټمي تړون څخه د امریکا وتل ودروي، د اروپا د ملاتړ په برخه کې د پرمخګتونو خبره کړې ده.

په عین حال کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په بروکسل کې تهران تورن کړ چې د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیک هغې برخې ته درناوی نه‌کوي چې له تهرانه غواړي چې د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو پروګرام چې د اټمي سروکو د لېږدولو په هدف مخ ته وړل کېږي، ودروي.

XS
SM
MD
LG