د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۴ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۰۹

د عراق محکمې یوه جرمنۍ ښځه په اعدام محکومه کړه


د عراق يوې محکمې يوه جرمنۍ ښځه چې اصلاً د مراکش ده، له اسلامي دولت ډلې يا داعش سره د ملګرې کېدو له کبله په اعدام محکومه کړه.

د عراق د قضائيه قوې وياند نن یکشنبه وويل، دغه ښځه د امنيتي ځواکونو په وړاندې په حملو او داعش ته د اکمالاتي ملاتړ په برابرولو محکومه شوې ده.

دغه ښځه چې نوم يې نه دى ياد شوى، کولاى شي د دغه حکم په وړاندې د استېناف غوښتنه وکړي.

هغه تېر کال د عراق په موصل ښار کې د جګړې پر مهال د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شوه.

د عراق د قضائيه قوې وياند ويلي، دغې ښځې اعتراف کړى چې له داعش سره ملګرې شوې او ويلي يې دي چې له جرمني څخه له خپلو دوو لوڼو سره سوريې او بيا عراق ته تللې وه.

د هغې لوڼو وروسته له افراطي وسله والو سره واده وکړ.

XS
SM
MD
LG