د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۳۹

د افغانستان په اړه د "م.م" د غونډې په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو نن هم د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړي غونډه د شنبې په شپه په نیویارک کې جوړه شوه چې ګډون کوونکو یې له ناورین نه د افغانستان د وتلو او د سیمې د ثبات په هدف په نړیوالې همکارۍ ټینګار وکړ.

په سرمقاله کې راغلي، له شک پرته چې دغه غوندې کولای شول او کولای هم شي چې د افغانستان او سیمې د راتلونکي په اړه مؤثر پیغامونه ولري.

خو د سرمقاله لیکونکي په باور، داسې ښکاري چې لا هم د افغانستان د ناورین او ورپورې د اړوندو مسایلو په اړه یوه هر اړخېره او یو لاسي هوکړه نه ده موجوده.

ورځپاڼه لیکلي:

په دغه ځانګړي ناسته کې ګډون کوونکو هېوادونو لکه څنګه چې د افغانستان له ناوړه وضعیت نه یو روښانه تحلیل وړاندې نه شو کړای دغه شان یې په دغه هېواد کې د سولې او ثبات لپاره هم مشخصې لارې چارې په ګوته نه کړې او په ډېر عمومي ډول یې د دغه ناورین نه د وتلو لپاره یوازې د سیمې د هېوادونو په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا د هېوادونو په همکاریو ټینګار وکړ.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، خو هېواد دغه غونډه د افغانستان لپاره خورا مهمه او د اهمیت وړ ګڼلې ده.

هېواد لیکي، په دغه غونډه کې په دې ټینګار شوی چې په افغانستان کې امنیتي، اقتصادي او سیاسي ثبات نه یوازې د پاکستان په څېر د افغانستان د ګاونديو هېوادونو بلکې د نړۍ د نورو هېوادونو په ګټه هم دی، نو باید د سیمې او نړۍ هېوادونه په دې برخه کې له افغانستان سره هر اړخېزې مرستې وکړي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې تړاو د غوندې د نتایجو په اړه لیکلی دي.

سرخط لیکلي، دغې ناستې وښوده چې ګډون کوونکو هېوادونو افغانستان د سیمې د تعامل مرکز ګنلی دی، نه د تقابل.

په مطلب کې د افغان ولسمشر د دفتر د مرستیال محمد هارون چخانسوري په حواله راغلي چې افغانستان غواړي د خپلو خلکو او د سیمې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.

په مطلب کې د نوموړي په حواله دا هم راغلي چې افغانستان په سیمه کې خپلو سیاسي اهدافو ته رسېدلی او ډېر ژر به داسې لویې اقتصادي طرحې پلي شي چې د افغانستان لیدلوری بیانوي.

د مطلب لیکوال لیکي:

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې سیمه ییز مشارکت او د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو تر منځ همکاري د اړیکو د رامنځته کولو او پراختیا په برخه کې د موډل او نمونې په توګه یاده کړه.

XS
SM
MD
LG