د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۲۲

کابل کې د غيرمسؤله وسله‎والو د مخنيوي لپاره کمپاين پيلېږي


د کابل ولايتي چارواکي وايي، په ښار کې يې د غيرمسؤله وسله‎والو د مخنيوي لپاره کمپاين پيلوي.

د دغه کمپاين د عملي کېدو لپاره پرون شنبې په کابل کې له ولايتي چارواکو او اړوندو امنيتي ادارو تشکيل شوي کمېسيون خپله درېيمه غونډه وکړه.

د کابل د والي وياند وايي، د ولسمشر د فرمان له مخې به د کابل ترڅنګ د خپل‎سرو وسله‎والو د مخنيوي کمپاين په نورو ولايتونو کې هم عملي شي.

د کورنيو چارو وزارت تېره مياشت په کابل کې د تورو ښيښو لرونکو، بې نمبرپلېټه موټرو او ناراجسټره وسلو د مخنيوي کمپاين پيل کړ، خو د دغه کمپاين په وړاندې ځينې مقاومتونه هم شوي دي.

XS
SM
MD
LG