د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۲۸

غني: د کومانډو ځواکونو د پياوړتيا لپاره پلانونه سنجول شوي


د افغانستان ولسمشر وايي، د افغانستان د ځانګړو او کومانډو ځواکونو د پياوړتيا لپاره ځانګړي پلانونه سنجول شوي دي.

محمد اشرف غني دا خبره نن په کابل کې د ځانګړو عملياتو په قول اردو کې د وينا پر مهال وکړه.

"په راتلونکي کال کې زموږ د ځانګړو او کومانډو ځواکونو د پياوړتيا لپاره ټول ترتيبات نيول شوي دي، په عين وخت کې د بهرنيو همکارانو په ځانګړي ډول [په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د عمومي قوماندان] جنرال جان نېکلسن مننه چې په مرسته به يې په څو اوونيو کې د اضافي هوايي ځواک لپاره ترتيبات ونيول شي، د دوى د ټولو اړتياوو پوره کول به عملي شي."

ولسمشر غني د کومانډو ځواک پر سمه استفاده ټينګار وکړ او ويې ويل چې دغه ځواک په سرعت د عمل توان لري.

د خاصو عملياتو د قول اردو قوماندان تورن جنرال بسم الله وزيري وويل داسې پلان لري چې د افغانستان پر ټوله جغرافيه حاکميت ټينګ شي.

ولسمشر غني په ننګرهار، کندز او هلمند ولايتونو کې د ځانګړو قطعو عمليات بريالي ووبلل.

XS
SM
MD
LG