د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۸ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۴۳

نړۍ

په روسیه کې یوه زده کوونکي پر نورو زده کوونکو د تبر حمله کړې

د روسيې دولتي رسنۍ راپور ورکړى د سايبريا د جنوب ختيځ د يوه ښوونځي يوه زلمي زده کوونکي په تبر د ځوانو زده کوونکو پر يوه ډله حمله کړې لږ تر لږه ٧ کسان يې ټپيان کړي دي.

پېښه نن سهار شوې ده.

د روسيې د تحقيقاتي کمېټې د محلي ادارې يوه استازي وويل حمله کوونکى د نهم ټولګي زده کوونکى و.

ده وويل چې دغه زلمي دا حمله په يوازې سر د اووم ټولګي پر زده کوونکو او يوه ښوونکي کړې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ایران د راکټونو له شنډولو وروسته؛ ټرمپ تهران ته د «سخت ځواب» ګواښ وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د اسد په ۷مه) خبرداری ورکړ چې متحده ایالات به ایران ته «سخت ځواب» ورکړي.

دا وروسته له هغې چې د امریکا پوځ اعلان وکړ چې د ایران له‌خوا منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو په لور توغول شوي څو بالستیک توغندي یې شنډ کړي دي.

ټرمپ فاکس نیوز شبکې ته وویل چې پر ایران به ډېر دروند ګوزار وشي.

تر دې مخکې، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د ایران په وخت د چهارشنبې سهار ویلي و چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو هڅه کړې وه په منځني ختیځ کې پر مېشتو امریکايي ځواکونو ناڅاپي برید وکړي او له ایرانه‌یې څو بالستیک توغندي توغولي وو، خو ټول توغندي شنډ شوي دي.

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې له ایران سره د خبرو اترو د دوام امکان شته که نه، وویل: "موږ به اجازه ورکړو چې خبرې اترې دوام ومومي."

د پاکستان پوځ په عملیاتو کې د ۳۲ وسله والو د وژل کیدو خبر ورکوي

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ وویل چې افغانستان پولې ته څیرمه ایالتونو کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو د زیاتوالي په وړاندې په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۲ وسله ‌وال وژلي دي.

د جرمني خبري آژانس د راپورله مخې د پوځ د عامه اړیکو څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې امنیتي ځواکونو په بریالیتوب سره ۳۲ تنه چې هغه یې د هند د نیابتي ډلو ترهګربللي، وژلي دي. د پوځ په وینا، ۲۴ وسله ‌وال په خیبر پښتونخوا او اته نور په بلوچستان ایالتونو کې وژل شوي دي.

پوځ خپل لورته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ويلي.

دواړه ایالتونه له افغانستان سره ګډه پوله لري او په وروستیو کې پکې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) او همدارنګه د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) اړوند بېلتون‌ پالو وسله ‌والو بریدونه زیات شوي دي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي: "موږ به د هند تر ملاتړ لاندې د فعالو ترهګرو عناصرو ناوړه پلانونه په هره بیه چې وي، شنډ کړو."

پاکستان پر ګاونډي افغانستان تورلګوي چې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي خو کابل دا تورونه تل رد کړي دي.

د راپورله مخې تېر کال د پاکستان لپاره په وروستیو لسیزو کې یو له تر ټولو خونړیو کلونو څخه و. په دغه هېواد کې له ۵ زرو څخه زیات وسله‌ وال بریدونه شوي چې ۲۷ یې ځانمرګي بریدونه وو.

په عراق کې د امریکا او سعودي عربستان په ګډو بریدونو کې د حشد الشعبي ډلې د وژل شویو شمېر ۲۰ تنو ته ورسېد

د ایران له ملاتړه برخمنې د عراق حشد الشعبي وسله ‌والې ډلې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې ډلې پراډو د امریکا او سعودي عربستان په ګډو هوايي بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ ته رسېدلی دی.

حشد الشعبي په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دا شمېرې لومړنۍ دي او لږ تر لږه ۳۲ نور کسان هم په دغو بریدونو کې ټپیان شوي دي.

د امریکا او سعودي عربستان ګډ هوايي بریدونه د بغداد، واسط، نینوا، بصرې، کرکوک، کربلا او دیالې په ولایتونو کې د حشد الشعبي پر مرکزونو ترسره شول، چې په نتیجه کې یې د دغو ځواکونو پوځي تأسیساتو او تجهیزاتو ته هم مالي زیانونه اوښتي دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په اعلامیه کې وویل چې دغو ایران پلوه وسله ‌والو په وروستیو ورځو کې څه باندې ۲۴ ډرون بریدونه ترسره کړي دي.

د سینټکام په وینا پرحشد الشعبي د دغو بریدونو هدف "له ایران سره همغږي ترهګر" وو، چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب هغوی ته د امریکايي ځواکونو او د سعودي عربستان د انرژۍ پر بنسټیزو تأسیساتو د بریدونو لپاره لارښوونه کړې وه.

سعودي عربستان وایي چې په عراق کې یې د ایران پر ملاتړو ډلو بریدونه کړي دي

سعودي عربستان د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې هېواد وسله والو ځواکونو د امریکا د پوځ له مرکزي قوماندانۍ سینټکام سره په همغږۍ په عراق کې د ایران پلوه ډلو پر ضد "هدفي" بریدونه ترسره کړي دي. ریاض دغه ډلې د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مسؤلې بولي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ اعلان وکړ چې دا عملیات په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د څه باندې ۳۰ ډرون بریدونو وروسته ترسره شول. د سینټکام په وینا، د ډرون دغه بریدونه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک له خوا پر امریکايي ځواکونو او د سعودي عربستان د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو د په نښه کیدو لپاره رهبري کېدل.

د سعودي عربستان دفاع وزارت وویل چې په دغو بریدونو کې په عراق کې هغه ډلې په نښه شوې چې د سعودي عربستان د الشرقیه ولایت د تېلو پر تاسیساتو د بریدونو تور پرې لګېدلی دی. دې وزارت زیاته کړه چې ریاض د کړکېچ د زیاتولو غوښتونکی نه دی، خو د هر ډول " یرغل" پر وړاندې به ځواب ورکړي.

عمان ایران ته د هرمز تنګي د ګډ مدیریت وړاندیز کړی

هرمز تنګی
هرمز تنګی

روېټرز خبري اژانس ته باخبره سرچینو ویلي چې عمان، د خلیج هېوادونو په ملاتړ، ایران ته د هرمز تنګي د ګډ مدیریت لپاره یو پلان وړاندې کړی دی.

د دې طرحې له مخې، د دغه مهمې سمندري لارې مدیریت به په ګډه ترسره کېږي او له تېرېدونکو کښتیو څخه به د خدمتونو په بدل کې اختیاري فیسونه اخیستل کېږي.

دا طرحه داسې مهال وړاندې شوې چې د هرمز تنګي د کنټرول پر سر په تېرو نږدې دوو اوونیو کې د امریکا او ایران ترمنځ شخړو زور اخیستی و.

د روېټرز په وینا، امریکا غواړي چې د هرمز تنګي وضعیت له جګړې مخکې حالت ته وروګرځي او کښتۍ د دې تنګي له لارې له فیس پرته په ازاده توګه تګ راتګ وکړي، خو ایران ټینګار کوي چې باید د دغې ستراتېژیکي سمندري لارې په مدیریت کې رول ولري.

تر اوسه تهران په رسمي ډول د عمان وړاندیز ته ځواب نه‌دی ورکړی، خو د دې هېواد چارواکو په وروستیو ورځو کې په تهران کې له ایراني چارواکو سره د دې طرحې په اړه خبرې کړې دي.

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم له خپلو عماني او سعودي سیالانو سره په اړیکو کې د هرمز تنګي په اړه د سیمه‌ییزې همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

په اروپا کې د تودوخې نوې څپه؛ فرانسه او هسپانیه کې د ځنګلونو د اورونو د مهار هڅې روانې دي

د فرانسې په بوردو کې د ځنګلونو د اورلګیدنې یو انځور
د فرانسې په بوردو کې د ځنګلونو د اورلګیدنې یو انځور

د اروپا د مرکزي او لوېدیځو سیمو پر لور د تودوخې د نوې څپې له نږدې کېدو سره، د فرانسې او هسپانیې چارواکو د ځنګلونو د اورونو د خطر د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.

د دواړو هېوادونو چارواکو د سې‌شنبې په ورځ وویل چې اوروژونکو د پراخو اورلګېدنو په مهار کې پرمختګ کړی، خو خطر لا هم شته.

په فرانسه کې ځايي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د سوېل لوېدیځ په ژیروند سیمه کې اور تېره شپه نور نه دی پراخ شوی. د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون خبرداری ورکړی چې راتلونکې اوونۍ به ستونزمنې وي او د دې بحران پر وړاندې مبارزه لا ډېرې چمتووالي ته اړتیا لري.

په هسپانیه کې هم چارواکو د مادرید لوېدیځ سیمه کې د اور د مهار د عملیاتو د پرمختګ خبر ورکړی، خو د دغه هېواد د هواپېژندنې ادارې ویلي چې د تودوخې نوې څپه به د چهارشنبې له ورځې پیل شي او د هېواد په ډېرو سیمو کې به د اورلګېدنې خطر زیات کړي.

د راپورونو له مخې، د روان میلادي کال له پیل راهیسې په هسپانیه کې شاوخوا ۱۵۰ زره هکټاره او په فرانسه کې ۱۱۵ زره هکټاره ځمکه د ځنګلونو په اورونو کې سوځېدلې ده.

ورسره هم‌مهاله، د پرتګال په شمالي او مرکزي سیمو کې هم څو اورلګېدنې دوام لري او تر زرو ډېر اوروژونکي د اطفایې الوتکو او چورلکو په مرسته د دغو اورونو د مهار هڅې کوي.

سپینه مانۍ کې دامریکا او اسرائیل دمشرانو غونډه

(له ښی خوا) صدراعظم بنیامین نتانیاهو ، ولسمشر ډونالډ ټرمپ
(له ښی خوا) صدراعظم بنیامین نتانیاهو ، ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د اسرائیل صدراعظم،بنیامین نتانیاهو، د سې‌شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ګوري. دا د ایران د جګړې له پیل وروسته د دواړو مشرانو لومړنۍ مخامخ لیدنه ده.

ټاکل شوې چې د غونډې اصلي موضوع د ایران جګړه او د واشنګټن هغه هڅې وي چې د خبرو اترو د پیل لپاره ترسره کېږي. دغه جګړه د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې پر ایران د امریکا او اسرائیل له ګډو بریدونو وروسته پیل شوه. اسرائیل د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو په نوې څپه کې چې د اپرېل له اوربند وروسته یې زور واخیست، مستقیمه ونډه نه ده لرلې.

نتانیاهو واشنګټن ته له سفر مخکې وویل چې په دې لیدنه کې به د ټولو مهمو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د ایران، په اړه خبرې وکړي. هغه زیاته کړه چې د اسرائیل موخه د خپل امنیت ساتل او د سیمې له هېوادونو سره د سولې اړیکو پراخول دي.

تمه ده چې په دې لیدنه کې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د شوې موافقې پلي کیدل، د غزې وضعیت او د بیارغونې لپاره یې هڅې هم وڅېړل شي.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې نتانیاهو د اسرائیل د راتلونکو انتخاباتو په درشل کې د صدارت د بلې دورې د ګټلو لپاره هڅې کوي.

عمان د هرمز تنګي د مدیریت د څرنګوالي په اړه ایران ته د یو میکانیزم وړاندیز کړی دی

هرمز تنګی کې امریکايي پوځي بیړۍ
هرمز تنګی کې امریکايي پوځي بیړۍ

رویټرز خبري اژانس د سې‌شنبې په ورځ فارس خلیج کې د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړ چې عمان ایران ته دیوه ګډ سیمه ایز میکانیزم د جوړولو وړاندیز کړی چې له مخې به یې هرمز تنګي څخه د بیړیو د تیریدلو حق العبور په داوطلبانه ډول ورکول کېږي.

سرچینې چې نوم یې په راپور کې نه دی اخیستل شوی ویلي دي چې د عمان دغه وړاندیز د سیمې د هېوادونو له ملاتړ برخمن دي او داهم په کې راغلي دي چې ددې مهمې سمندري لارې کنټرول به یوازې د ایران په لاس کې نه وي.

ویل کېږي چې دغه وړاندیزکې د مالاکا تنګي د ادارې له ماډل څخه الهام اخیستل شوی چې د مالیزیا او اندونیزیا ترمنځ په ګډه اداره کېږي. د دې ماډل له مخې، بیړۍ دیاد تنګي څخه د تیریدو لپاره داوطلبانه فیس پرې کوي چې عواید یې د سمندري تګ راتګ د خوندیتوب، د چاپېریال ساتنې او د لټون او ژغورنې د چارو د تمویل لپاره لګول کېږي.

عمان تر دې مخکې په رسمي ډول ویلي چې د هرمز تنګي د مدیریت له هغې طریقې سره چې ایران یې غواړي موافق نه دی او ټینګار یې کړی چې د دې تنګي اداره باید د نړیوالو قوانینو له مخې ترسره شي.

له دې مخکې ایراني چارواکو تایید کړې وه چې د هرمز تنګي د مدیریت په اړه یې له عماني چارواکو سره خبرې کړې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل چې دا مهال یوازینۍ رسمي خبرې چې ایران پکې دخیل دی، د هرمز تنګي په اړه له عمان سره دي.

ټرمپ: له ایران سره خبرې ډېرې جدي دي، خو که ناکامې شي، سخت پوځي برید به وکړو

ایران کې د یو شمېر پوځي سیمو د هدف ګرځولو لپاره د امریکايي الوتکو چمتووالی
ایران کې د یو شمېر پوځي سیمو د هدف ګرځولو لپاره د امریکايي الوتکو چمتووالی

د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ وویل، ایران ته‌یې د ډیپلوماسۍ لپاره یو بل فرصت ورکړی، خو که خبرې ناکامې شي، امریکا به پر ایران ډېر پراخ پوځي اقدامات ترسره کړي.

ډونالد ټرمپ له اکسیوس وېب‌پاڼې سره په مرکه کې وویل: “موږ له ایران سره ډېرې جدي او ژورې خبرې روانې کړې دي. که دا خبرې پایلې ته ونه‌رسېږي، نو بیا به ډېرو پراخو پوځي اقداماتو ته ستانه شو.”

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې تر کومه وخته به ډیپلوماسۍ ته فرصت ورکړي، وویل: “زیات وخت نه. یا به ډېر ژر پرمختګ وشي او یا به هېڅ پرمختګ ونه‌شي.”

د امریکا ولسمشر پر ایران د ۱۳ شپو له پرله‌‌پسې بریدونو وروسته، د تېرې جمعې په ورځ د دغو پوځي عملیاتو د درولو امر وکړ.

ایران هم چې د دغې جګړې پر مهال‌یې د منځني ختیځ څو هېوادونه په نښه کړي و، اعلان وکړ چې خپل بریدونه‌یې درولي دي.

ټرمپ وویل چې منځګړو هېوادونو ترې غوښتي وو څو خبرو ته یو بل فرصت ورکړي.

د سوریې ولسمشر: له نورو هیوادونو سره په همکارۍ هڅه کوي چې له اسراییل سره یوې امنیتي هوکړې ته ورسیږي

د سوریې ولسمشر احمد الشرع وایي چې دمشق له څو نورو هېوادونو سره په همکارۍ هڅه کوي چې له اسرائیل سره یوې امنیتي هوکړې ته ورسېږي.

الشرع له الجزیرې شبکې سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې چې د دې ډول یوې هوکړې بریا به د یوې هر اړخیزې سولې لپاره لاره هواره کړي، پرته له دې چې د جولان پر لوړو سیمو د سوریې حق له پامه وغورځول شي.

هغه همدارنګه خبرداری ورکړی چې که لبنان کې ګډوډي وي، نو دا به پر سوریې مستقیم او سمدستي اغېز ولري. نوموړي زیاته کړې چې د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل د جګړې پراخېدل هم د ټولې سیمې لپاره درنې پایلې لرلای شي.

د سوریې ولسمشر ټینګار کړی چې دمشق په لبنان کې د پوځي مداخلې نیت نه لري او د وسلو د انحصار او همدارنګه د جګړې او سولې په اړه د لبنان د حکومت د پرېکړې د حق ملاتړ کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG