د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۴۶

د اسرائیل صدراعظم نن سې شنبه له تاج محله لیدنه کوي


د اسرائیل صدراعظم له هند څخه د شپږ ورځنۍ کتنې په درېیمه ورځ نن سې شنبه په اګره ښار کې له تاج محله لیدنه کوي.

د نتانیاهو او د مېرمنې ساره د دې کتنې لپاره د تاج محل او شااوخوا سیمو کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

ویل کېږي چې د سیلانیانو په لوړ فصل کې د ورځې تر ۷۰ زره پورې کسان له دغې تاریخي ماڼۍ څخه چې د ۱۷مۍ پېړۍ په نیمایي کې د مغولو امپراطور شاه جهان د خپلې خوښې ملکې ممتاز محل لپاره جوړه کړې وه، لیدنه کوي.

د اسرائیل صدراعظم چې له هند سره د اړیکو د پیاوړي کېدو په هدف هغه هېواد ته تللی، پرون دوشنبه‌یې په نوې ډېلي کې له خپل هندي سیال نرېندرا مودي سره خبرې وکړې او د دواړو خواو ترمنځ هم په مختلفو برخو کې نهه قراردادونه لاسلیک شول.

XS
SM
MD
LG