د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۵۳

عراقي چارواکي: بغداد کې ۲ انتحاري حملو لږ تر لږه ۳۸ کسان وژلي


د عراق د کورنیو چارو وزارت وایي، د پلازمېنې بغداد په مرکز کې په دوو انتحاري حملو کې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي او ۱۰۵ تنه ټپیان دي.

د دغه وزارت ویاند سعد معن سعدمان ویلي چې برید کوونکو پرون سهار د پلازمېنې ساحه ال‌طیران څلور لاره په نښه کړې وه.

دا یوه ګڼه ګوڼه سوداګرېزه سیمه ده چې ډېری خلک له سهار وختي د ورځني کار موندلو لپاره هلته راټولېږي.

حسین عبدالله د پېښې یو عیني شاهد دی چې رسنیو ته‌یې وویل:

"د سهار ۷ بجې موږ دلته ولاړ وو چې چاودنه د یوه بس څنګ ته وشوه. برید کوونکی له بس څخه راښکته شو او د اور لمبه شوه."

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‎دی منلی.

خو تر دې وړاندې ورته بریدونه د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله‎والو له‎خوا ترسره شوي دي.

د عراق د صدراعظم دفتر ویلي چې حیدرالعبادي تر دې چاودنو وروسته له پوځي او استخباراتي چارواکو سره ولیدل او ویې‌غوښتل چې د داعش خوندي مرکزونه باید له‎منځه یوړل شي.

د عراق حکومت په تېر ډسمبر کې د داعش پر وړاندې د جګړې ختم وروسته له هغه اعلان کړ چې داعش وسله‎وال له بغداد او د عراق له نورو سیمو څخه وایستل شول، خو لا هم دغه ډله د بغداد په شمال کې فعاله ده.

XS
SM
MD
LG