د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۱ غویی ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۲۴

مصري چارواکي: وسله والو په سينا ټاپووزمه کې يو عيسوى په ډزو وژلى


په مصر کې چارواکي وايي، وسله والو کسانو د سينا ټاپووزمې په ناکراره سيمه کې يو عيسوى په ډزو وژلى دى.

دغه حمله چې د درېيو مخ پټو کسانو له خوا تېره شپه ناوخته د شمالي سينا په مرکز الَعريش کې شوې، تر اوسه يې چا مسؤليت نه دى منلى.

خو د مصر امنيتي چارواکو ويلي، له نښو نښانو داسې ښکاري چې دغه حمله دې د داعش افراطي ډلو وسله والو کړې وي.

داعش ډلې وخت ناوخت د مصر پر عيسوي اقليت حملې کړي چې د ٢٠١٦ میلادي کال له ډسمبر مياشتې راهيسې يې په بمي او وسله والو حملو کې د دوى تر ١٠٠ زيات غړي وژلي دي.

XS
SM
MD
LG