د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۰ سلواغه ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۴۰

روحاني: د ټرمپ اداره د اټمي تړون په کمزوري کولو کې ناکمه شوې


د ايران ولسمشر وايي، د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه اداره د ايران د اټمي موافقې په «کمزورې کولو کې ناکامه» شوي دي.

حسن روحاني د تهران او د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره دغه شوى تړون د ايران لپاره يوه اوږدمهالې بريا وبلله.

ښاغلي روحاني نن په يوه وينا چې له دولتي ټلوېزيون څخه خپره شوه وويل:

"څو ورځې مخکې امريکايانو غوښتل په اټمي تړون کې له خپل نړيوال تعهد څخه سرغړونه وکړي، خو موږ په دغه تړون کې داسې برياوې ترلاسه کړي چې هېڅکله به له منځه لاړې نه شي."

تهران په ٢٠١۵مېلادي کال کې دغه تړون له شپږو ځواکمنو هېوادونو امريکا، بريتانيا، فرانسې، جرمني روسيې او چين سره لاسليک کړ.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره جمعه وويل، تر هغو چې په دغه تړون کې اروپايي لاسليکوونکو وحشتناکې نيمګړتياوې حل کړې نه وي، امريکا به له دغه تړون څخه ووځي.

XS
SM
MD
LG