د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۲۱

د ۵۴ افریقایي هېوادونو یوه ډله د ټرمپ د څرګندونو له امله قهرېدلې


د ۵۴ افریقایې هېوادونو یوه ډله د هغه څه له کبله چې دوی یې د امریکا د ولسمشر له لورې له سپکاوي ډکې څرګندونې بولي، په قهر شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د دغو هېوادونو استازو له ډونالد ټرمپ څخه غواړي چې رسماً بښنه وغواړي.

د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر د سپینې ماڼۍ په یوه بحث کې چې د کډوالو په اړه جوړ شوی و، افریقایې هېوادونه په ناسمو الفاظو یاد کړي وو.

ډونالد ټرمپ په دې غونډه کې د پارلمان له غړو سره په خبرو کې افریقایې هېوادونه چټل بللي وو.

د دغو راپورونو تر خپرېدو وروسته، هایتي هم د ډونالد ټرمپ د پنجشنبې د ورځې د څرګندونو په اړه اعتراض وښود.

خو د امریکا ولسمشر پر خپله ټوېټر پاڼه د یوې رسمي غونډې پر مهال خپلې تندې خبرې مني، خو دغه اصطلاح چې په راپورونو کې راغلې، ردوي.

د افریقایي اتحادیې په یوه بیان کې دا څرګندونې بشریت ته بې احترامي، د قومونو توپیر ته نه پاملرنه او باورونو ته سپکاوی بلل شوی دی.

په همدې تړاو د بوتسوانا د بهرنیو چارو وزارت په هغه هېواد کې د امریکا سفیر احضار کړی او ورته ویلي یې دي چې د ولسمشر ټرمپ څرګندونې شدیداً غیر مسؤلانه دي.

XS
SM
MD
LG